جوزجان کې د پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ جګړه

Image caption د نړیوالو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، په شمال کې د پخواني جګړه مارو له خوا بیا وسلې ته لاس کولو په سیمه کې قومي تربګنیو ته لاره هواره کړې ده.

په جوزجان ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو او وسله والو طالبانو په وسله واله نښته کې اوه تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني بي بي سي ته وویل، نښته تېره شپه ناوخته د 'مینګه جیک' په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، په نښته کې درې طالب سیمه ییز قوماندانان وژل شوي، خو پاڅونوالو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې:

''طالبانو د چارشنبه کلی کلابند کړی و، داسې یې انګېرل چې په یوه برید به یې تر ولکې لاندې راولي، خو له پنځو تر دولسو بجو جګړه روانه وه، د جورجان له مرکزه مرستندویه ځواکونه سیمې ته ورسېدل، مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، د پهلوان اسماعیل په نامه د یوه نامتو قوماندان په ګډون اوه وسله وال وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي. له نیکه مرغه د سیمه خلکو او سیمه ییزو پاڅونوالو ته زیان دی اوښتی.''

طالبانو په دې اړه لا رسنیو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو خوځښتونه ډېر شوي، چې له امله یې د شمال پخوانیو جهادي قوماندانانو د ولسي پاڅونونو په نامه خپل جنګیالي بیا وسله کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، په شمال کې د پخواني جګړه مارو له خوا بیا وسلې ته لاس کولو په سیمه کې قومي تربګنیو ته لاره هواره کړې ده.

د امریکا د 'وال سټریټ ژورنال' ورځپاڼې د تېر اپرېل د ۲۱ مې په ګڼه کې لیکلي چې د افغانستان په شمال کې پخوانيو جګړه مارو قومي ملېشې جوړې کړي او غواړي د طالبانو په مقابل کې خپل نفوذ ډېر کړي.

د ورځپاڼې په خبره، د تاجک او ازبک قومونو ملېشې د سیمه ییزو پښتنو لپاره چې په افغانستان کې ډېره کي دي او په شمال کې لږه کي، اندېښنې زیاتې کړي دي.

ددغو پښتنو نه ځینې یې وايي چې دوی د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره دې ته مجبوره کېږي چې له طالبانو سره ملگري شي.