طالبانو د سولې په خبرو 'بې خبري' ښودلې ده

Image caption طالبان وايي، سیاسي دفتر یې د سولې په وروستیو خبرو نه دی خبر.

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د "مړينې" له خبر خپرېدو سره هم مهاله، د طالبانو يو پلاوی آسلام اباد ته رسېدلی چې د سولې د خبرو په دویمه غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان په کوربه توب د افغان ادارې او طالبانو ترمنځ ۱۴ کلنو کې په لومړي ځل مخامخ خبرې اسلام آباد سره نږدې د مري ښارګوټي کې د جولای په اوومه نېټه شوې وې.

د طالبانو سرچينو بي بي سي ته منلې شپږ کسيزه پلاوی تېره ورځ (چارشنبې) اسلام اباد ته رسېدلی، خو تر اوسه په ډاګه نه ده، چې خبرې به له پلان سره سمې وشي او که نه.

د طالبانو دوو سرچينو اسلام آباد کې زموږ همکار طاهرخان ته تایید کړې چې طالبان اسلام آباد کې موجود دي.

وړاندې د پاکستان د امنيتي ادارو يوه چارواکي بي بي سي او نورو رسنيو ته ويلي وو د خبرو دویم پړاو به هم پاکستان کې وشي.

طالبان

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه، له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو دویم پړاو پاکستان یا چین کې وشي، وسله والو طالبانو ویلي، د سولې په تړاو یې ټول واک خپل سیاسي دفتر ته ورکړی دی.

د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو یوه ویاند پر خپرې ''ټویټر'' پاڼې لیکلي: ''په رسینو کې اورېدل کېږي چې د اسلامي امارت او د کابل ادارې ترمنځ به په چین هېواد یا پاکستان کې د سولې خبرې ډېر ژر پيل شي. اسلامي امارت په دې اړه ټول صلاحیت خپل سیاسي دفتر ته سپارلی او هغوی په دې اړوند په جریان کې نه دي. ''

له لومړۍ مخامخ کتنې وروسته پرېکړه وشوه، چې دویم پړاو به له روژې میاشتې وروسته په چین کې ترسره شي.

طالبانو دا هم ویلي، اسلامي امارت'' د خپل دريځ او کړنلارې له مخې د سیاسې مسائلو لپاره ځانګړی ارګان لري، په دې باره کې پخوا هم په مکرر ډول وضاحتونه خپاره شوي او د ''اسلامي امارت'' دريځ روښانه شوی دی. ''

له لومړي پړاو خبرو وروسته په افغانستان کې د طالبانو ویاند بي بي سي ته ویلي، په قطر کې د دوی ملګري افغانستان کې له دوی سره د قطر له خوا د تیلیفوني خبرو اجازه نه لري، خو د دغو خبرو په اړه دوی ته هېڅ معلومات نه دي رسېدلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو مشر ملامحمد عمرد تېر کوچني اختر د مبارکۍ په تړاو پیغام کې ویلي، طالبان د نویو پرمختګونو، عصري علومو او وسائلو او عصري ښوونځیو مخالف نه دي. نوموړی وايي د عصري تعلیم سپارښتنه او ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د پاکستان حکومت ''د افغانستان د طالبانو د تحریک او د افغانستان د حکومت'' ترمنځ د دغو خبرو کوربه و، چې مشري یې افغانانو پرغاړه لرله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د افغان دولت د رسمي پلاوي او طالبانو ترمنځ لومړۍ کتنه (د تېر چنګاښ ۱۶) ترسره شوه.

افغان حکومت هیله لري چې دا خبرې به د بې ګناه افغانانو د وینو تویېدو او ویجاړیو لپاره د پای ټکی وي او د سولې یوې هوکړې ته به لار برابره شي.

وروسته، افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر پرمهال له طالبانو سره د جوړجاړي په تړاو د لومړیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ، خو هیله یې دا وه چې دا خبرې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي.

د طالبانو مشر ملامحمد عمرد تېر کوچني اختر د مبارکۍ په تړاو پیغام کې ویلي، طالبان د نویو پرمختګونو، عصري علومو او وسائلو او عصري ښوونځیو مخالف نه دي. نوموړی وايي د عصري تعلیم سپارښتنه او ملاتړ کوي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ کې د ملا محمد عمر کور
Image caption د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ کې د ملا محمد عمر جومات

ورته مطالب