طالبانو د ملا عمر د مړينې خبر تاييد کړ

ملا عمر د انځور حقوق AFP
Image caption طالبان وايي ملا عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى خو د مړينې ځاى او وخت يې نه ښيي

تر هغه يوه ورځ وروسته چې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د طالب غورځنگ د مشر ملا عمر د مړينې خبر ورکړ اوس خپله طالبانو په يوه اعلاميه کې دغه مړينه تاييد کړه.

طالبان د " اسلامي امارت" او د ملا عمر د کورنۍ له خوا اعلانوي چې د "ورپېښې ناروغۍ" له امله ملا عمر مړ شوى دى.

د طالبانو اعلاميه ليکي:

"د ملامحمد عمر مجاهد مورنی ورور ملا عبد المنان اخنداو د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب له ټولومسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي چې د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که د دوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي"

د ملا عمر د مړينې دقيق وخت او ځاى نه دى ښوول شوى.

خو وايي د جولاى له ٣٠ مې نېټې به تر درو ورځو پورې د هغه لپاره دعاگانې او ختمونه کوي.

د چارشنبې په ورځ ( د جولاى ٢٩) افغان حکومت ويلي و چې ملا عمر د ٢٠١٣ کال د اپريل په مياشت کې مړ شوى دى.

افغان چارواکو ويل چې ملا عمر په کراچۍ کې مړ شوى دى.

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ( د جولاى ٣٠) دغه ادعا رد کړه چې گړاکې ملا عمر د دوى په خاوره مړ شوى دى.

د طالبانو خپره شوې اعلاميه هم په ځانگړي ډول دغې خبرې ته په اشارې وايي چې گواکې ملا عمر پاکستان او يا کوم بهر هېواد کې نه و.

د طالبانو اعلاميه په داسې وخت کې خپره شوې چې له اسلام اباده خپاره شوي رپوټونه وايي چې طالب غورځنگ ملا منصور خپل نوى مشر ټاکلى دى.

رپوټونه وايي چې گواکې ټول طالبان د نوي مشر په ټاکلو خوښ نه دي.

د طالبانو يوه مخکيني وزير او د شوار غړي بي بي سي ته وويل د شورا ځينو غړو د شورا له غونډې بيکاټ يا شلون کړى. د دغې سرچينې په وينا د ملا عمر ورور عبدالمنان هم د نوي مشر د غوراوي له غونډې د اعتراض په دود ووت.

ورته مطالب