"له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډېدلې"

Image caption پتېيل شوې وه چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ به دوهمه غونډه د جولای پر ۳۱ نېټه په پاکستان کې و شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د ملا محمد عمر د مړينې د خبر له کبله او د افغان طالبانو د مشرتابه په غوښتنه د سولې خبرو دوهمه غونډه وځنډول شوه.

پتېيل شوې وه چې دغه غونډه به د جولای پر ۳۱ نېټه په پاکستان کې و شي.

په خبرپاڼه کې راغلي "پاکستان او نور ملګري هېوادونه هيله لري چې د دايمې سولې لپاره به د طالبانومشرتابه د سولې په راتلونکو خبرو کې ګډون وکړي".

د پاکستان په کوربه توب دا فغان حکومت او طالبانو تر منځ د جولای پر اوومه نېټه د سولې خبرو لومړۍ غونډه اسلام اباد سره نژدې مري کې ترسره شوې وه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه خبر پاڼه کې له طالبانو سره د سولې خبرو لومړی پړاو منلی و.

دوی وايي هيله لري چې دا خبرې به د بې ګناه افغانانو د وينو توېيدو اويجاړيو لپاره د پای ټکي وي.

د دوهم پړاو خبرو په اړه طالبانو بي بي سي ته منلې وه چې شپږ کسيز پلاوي يې د چهار شبنې پر ورځ اسلام اباد ته رسېدلی.

وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي وو چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ کال اپرېل کې په پاکستان کې مړ شوی و.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې هم د ملا محمد عمر مرګ تاييد کړی او وايي د ورپېښې ناروغۍله امله د پاکستان په يوه روغتون کې مړ شوی دی.

ورته مطالب