د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

Image caption د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور

د ملا محمد عمر د مړینې له تاييد ورسته طالبانو اوس په رسمي توګه منلې چې پخوانی مرستیال ملا اختر محمد منصور د رهبري شورا او د هېواد جیدو علماء کرامو اومشايخو له خوا نوی مشر ټاکل شوی دی.

طالبانو ده ته هم د امير المؤمنین لقب ورکړی دی.

د طالبانو په يوه بيانه کې ويل شوي "د علماء کرامو، مشايخو او اسلامي امارت د مشرانو له خوا له ملا اختر محمد منصور سره د امیرالمؤمنین"په توګه بيعت شوی دی.

په اعلاميه کې ویل شوي نوموړي هم د "شرعي امیر په حیث، شریعت" ته د غاړې ايښودو ژمنه وکړه.

منصور سره پېژنګلوي لرونکي طالبان وايي د طالبانو تحريک پيل کېدو راهيسې د ملا عمر کلک ملګري وو او پر مختلفو محاذونو ورسره يو ځاي پاتې شوی و.

دوي وايي ملا عمر ته دومره نژدي وو چې سره له هوايي چلند او سیاحت وزير به ملا عمر سره کندهار کې موجود وو او کابل ته يې ډېر لږ سفرونه کړي وو او د وزارت چارې به يې کندهار څخه پر مخ بولي.

هغه د طالبانو د حکومت جوړېدو سره سم وزير ټاکل شوی و او ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو واکمنۍ تر ختمېدو وزير پاتې و.

نوموړي ۴۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې زېږېدلی و.

لومړنۍ ديني زده کړې يې په خپله سیمه کې ترسره کړې او له هجرت وروسته يې د پاکستان په ديني مدرسو کې دينې زده کړې کړې وې.

د يونس خالص د حزب اسلامي ډلې يوه غړي بي بي سي ته ويلي منصور د جهاد په موده کې په دې ډله کې پاتې شوی و.

د طالبانو يوه غړي چې ځان د عادل په نوم معرفي کوي او منصور له نژدې پېژني وايي "حليم مزاج او خوږ سړی دی او بد خوا انسان نه دی." طالبانو کې د ننه ځينې مشران له هغه نظر سره موافق نه دي چې وايي منصور د خپلې اسحاقزۍ قبيلي کسانو ته په تحريک کي څوکۍ ورکړې دي.

دی وايي منصور د جرګو سړی دی او طالبانو کې دننه مخالفتونو حل کولو کي به بريالی شي.

خپل منځي مخالفتونه لرې کول به د طالبانو د نوي مشرلپاره يوه لويه ننګونه وي چې څرنګه د ملا عمر له خوا پاتې د طالبانو تحريک يو ځای وساتي.

طالبان چې د خپلو مشرانو په اړه په ښکاره توګه رسنيو کې انتقاد نه کوي ولې د منصور له انتخاب وروسته ځينې مهمو مشرانو د هغه پر انتخاب نيوکې وکړې.

د طالبانو د شوار غړو ملا حسن رحماني او ملا محمد رسول، شمشاد تلويزيون سره ځانګړې مرکو کې د منصور انتخاب وغانده او دا يې "غير شرعي او ناقانونه" وباله.

ملا عبدالرزاق هم د دوي د نظر ملا تړ وکړ. دوي وايي چې د شوار ډېرو لږو غړو په غونډه کې برخه اخيستې وه. دوي د ملا عمر د زوي ملا يعقوب او د ورور ملا عبدالمنان پلووي وکړه.

د منصور دوهمه ننګونه به افغان حکومت سره د سولې د خبرو پروسه وي چې پاکستان وايي د خبرو دوهم پړاو يي د طالبانو په غوښتنه ځنډولی دی. کابل پرې ناهيلي څرګنده کړي ده.

د طالبانو د واکمنۍ په موده کي منصور په مزارشریف کې د جنرال عبدالمالک سره له لانجې وروسته ونيول شو چې وروسته بېرته آزاد شو.

طالبانو هغه وخت د جنرال دوستم مخالفت کي له جنرال عبدالمالک سره موافقه کړي وه.

د طالبانو نوي مشر د افغانستان د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع عمومي مسئول، د شينډنډ د نظامي هوايي ډګر عمومي مسئول او په کندهار کې د هوايي ځواکونو او هوايي دفاع مسئول هم پاتې شوی دی.

ورته مطالب