امریکا: طالبان د خبرو له لارې په نظام کې شاملېدی شي

Image caption مخکې له دې پاکستاني چارواکو ویلي و، د طالبانو په غوښتنه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دویمه ناسته ځنډول شوې

امریکا وايي، د طالبانو سره ښايي چې د افغان حکومت د سولې د خبرو وړاندېز ومني او په قانوني ډول د دغه هېواد په سیاسي نظام کې شامل شي.

د طالبانو لپاره دا تر ټولو ښه موقع ده چې د سولې لپاره له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو نه وروسته د سولې د خبرو په اړه وویل، اوس له طالبانو سره طلايي موقع ده، چې د سولې لپاره په هڅو کې د افغان حکومت ملتیا وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر په ورځنۍ خبري ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ځنډېدو په اړه وویل:"زموږ په نظر دا د مصالحې لپاره تر ټولو ښه وخت دی او دا یو ښه فرصت دی چې په کې پرمختګ په کار دی".

مخکې له دې پاکستاني چارواکو ویلي و، د طالبانو په غوښتنه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دویمه ناسته ځنډول شوې.

د سولې د خبرو د دویمې ناستې ځنډېدل په داسې حال کې اعلان شوه، چې طالبانو د خپل مشر ملاعمر د مړینې خبر تایید کړ او د هغه ځای ناسته یې ملا اختر منصور وټاکه.

د امریکا د بهرنیو چاوزارت ویاند وویل، پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ملاتړ کړی او امریکا غواړي چې پاکستان د سولې په خبرو کې خپل مثبت رول ولوبوي.

نوموړي وویل:"اوس دا پريکړه باید طالبان وکړي، چې له افغانانو سره د جګړې په دوام خپل وطن ته زیان اړول غواړي او یا په افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ترسره کوي".

ویاند مارک ټونر د طالبانو نوی مشر ملا اختر او د ملاعمر د زوی ترمنځ د اختلافونو په اړه بې خبري وښوده.

نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د سخت درېځې اسلامي دولت ډلې له پرمختګ نه خبر دي او دوی هڅه کوي چې دا سختدرېځه اسلامي دولت ډله د سیمې لپاره په ګواښ بدله نه شي.

ورته مطالب