'د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې ۷۰ تنه پولیس کلابند دي'

د انځور حقوق BBCPashto.com

د افغانستان سویلي ولایت اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د سلطان محمد ناوه سیمه کې ۷۰ تنه سيمه یيز پوليس له تېرو ۴ وروځو راهیسي د وسلوالو تر سختې محاصرې لاندې دي.

د خاص اروزګان ولسوال عبدالکریم کریمي اندېښنه وښوده که دغو پولیسو ته مرسته ونه رسېږي وايي ټول به ووژل شي.

ښاغلی کریمي وایي، دغه پوسته د ملا عبدالصمد په نوم د سيمه ییزو پوليسو یوه قومندان پورې اړه لري.

هغه وایي، چې وسلوالو له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې دغه پوسته کلابنده کړې خو په وینا یې، ۴ ورځې کېږي چې کلابندي نوره هم سخته شوې ده.

ولسوال زیاتوي، چې سلطان محمد ناوه د خاص اروزګان ولسوالۍ نيمه برخه جوړوي او د تېرو څلورو ورځو اوږدو کې سلګونه وسله وال له زابل او غزني ولايتونو څخه ورغلي دي.

د خاص اروزګان ولسوال عبدالکریم کریمي وایي، چې د ولسوالۍ پولیسو ګوت څنډنه کړې، که د سیمه ییزو پولیسو مشر عبدالصمد ته زیان ورسېږي، دوی به ټول له خپلو دندو لاس پر سر شي.

ولسوال پر سیمه ییزو او مرکزي چارواکو ژغ کړی ، چې ژر تر ژره ددغو پولیسو د ژغورنې لپاره باید ګام واخیستل شي.

د اروزګان سیمه ییز چارواکي بیا وایي، خاص ارزګان ولسوالۍ له مرکز څخه ۳۵ کیلومتره لېرې پرته ده چې د ځمکې له لارې ورته اکمالات ناشوني دي او باید د هوا له لارې یادې پوستې ته اکمالات وشي.

د راپورونو له مخې له تېرې ورځې راهیسې ۴ تنه پوليس وژل شوي او۶ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته مطالب