افغان دولت په غزني کې د ملاعمر د فاتحې مخنیوی وکړ

Image caption طالبانو د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته ډېر ژر ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توګه اعلان کړ

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د ملا محمد عمر د فاتحې د مراسمو مخه ونیوه.

ښاغلي احمدي بي بي سي ته وویل، چې د طالبانو ډلې له څو ورځو راهیسې د دې چمتوالی کاوه، چې د ملاعمر د فاتحې مراسم د غزني ښار په ۱۰ کیلو مترۍ قره باغ سیمه کې ترسره کړي.

نوموړي وویل، چې د دغه پرو ګرام لپاره په پام کې وه، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په دغو مراسمو کې ګډون وکړي او د لګښت لپاره یې د طالبانو ډلې له سیمه ییزو خلکو غوښتي و چې ۳۰۰۰ ډوډۍ او ۱۵ پسونه چمتو کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې شاوخوا ۲۰۰ وسله وال طالب هم سیمه ته راغلي وو، چې د فاتحې د مراسمو امنیت ونیسي او له شاوخوا سیمو یې غوښتل، چې له هرې سیمې باید ۱۰۰ کسان د فاتحې مراسمو ته ورشي.

د غزني د والي مرستیال زیاته کړه، چې ملا عمر د افغانستان په نا امنیو کې لاس درلود، ځکه نن افغان امنیتي ځواکونو د نوموړي د فاتحې د مراسمو مخه ونیوه.

نوموړي وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د فاتحې پر مراسمو د برید له کبله طالبانو سیمه پرې ښوده او د فاتحې مراسم هم ترسره نه شول.

ورته مطالب