منصور داد الله د طالبانو نوي مشر ټاکلو سره مخالفت ښودلی

Image caption منصور داد الله د طالبانو د پخواني قوماندان ملا داد الله ورور دی

د طالبانو یوه مشهور قوماندان منصور داد الله له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکلو سره موافق نه دی.

دی وايي، اوس د ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب ملاتړ کوي او په وینا یې افغان علما او مجاهدين باید راټول شي او د طالبانو نوی مشر وټاکي.

د مرکې په ترڅ کې منصور داد الله وويل، ملا محمد عمر د ناروغۍ له امله نه دی مړ شوی، بلکې "وژل" شوی دی.

د ده په وينا "بايد يو داسې مشر د افغانستان لپاره وټاکل شي، چې د مظلومو مسلمانانو او مظلومو افغانانو د زړه انعکاس اوري".

منصور داد الله د طالبانو د پخواني مشهور قوماندان ملا داد الله ورور دی.

داد الله زياته کړه، اختر محمد منصور له ۱۵۰ تر ۲۰۰ طالبانو په وړاندې ټاکل شوی، ټول طالب مشران يې له ټاکلو سره همغږي نه دي.

داد الله خبرداری ورکړی که چېرې قومي مشران او علما سره راټول نشي او د ټولو د خوښې مشر و نه ټاکي، طالبان به په ډلو و وېشل شي.

د پنجشنبې پر ورځ ( د جولاى ٣٠ مه) طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د ملا محمد عمر د مړينې پخلى وکړ او ملا اختر محمد منصور يې د هغه ځاى ناستی وباله.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د دفتر پخواني مشر سيد طيب اغا ويلي د ملا محمد عمر د مرګ پټول يوه لويه تېروتنه وه.

دی وايي د ملا عمر پيغام يوازې يو څو محدودو کسانو ته رسېده او د دې غورځنګ نورو غړو ته به نه رسېد.

د ملا اختر محمد له ټاکلو سره د مخالفو طالب مشرانو د يو ډلې وياند ملا عبدالمنان نيازی چې د طالبانو د غورځنګ په پيل کې هم د دې تحريک وياند و، څو ورځې وړاندې په ټليفوني خبرو کې بي بي سي ته ویلي وو، چې د ده په خبره د نوي مشر په توګه د ملامنصور په ټاکلو کې هېڅ ډول قانون په پام کې نه دی نيول شوی.

بل خوا د طالبانو د بهرنيو چارو پخواني وزير وکيل احمد متوکل له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، ملا محمد عمر په خپل ژوند په افغانستان کې دننه ځای ناستی ټاکلی و. دی وايي "د ملا اختر محمد تر څنګ علما او نظاميان ولاړ دي".