'تېرو درو میاشتو کې کاري وضعیت خراب شوی'

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په نننۍ ناسته کې د حکومت د اقتصادي سکتور د چارواکو ترڅنګ، لسګونه سوداګرو او پانګوالو هم برخه درلوده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه نوې سروې ښيي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د کاروبار وضعیت خراب شوی دی.

ددې ادارې چارواکو په کابل کې د سروې د جزییاتو د وړاندې کولو پرمهال وویل چې په افغانستان کې په پانګونه او راکړه ورکړه کې د پام وړ کموالی راغلی او ورسره د بیکارۍ کچه لوړه شوې ده.

په کابل کې زموږ همکار نصرت صمیمي پخپل راپور کې وايي، دا سروې د افغانستان په پنځو اقتصادي ولایتونو کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات کې ترسره شوې ده.

عتیق الله نصرت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس وویل چې په هېواد کې د اقتصادي رکود عمده لامل د ناامنیو پراختیا ده.

ښاغلي نصرت مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، په دولتي ادارو کې فساد، او د لازمو زیربناوو او مارکیټونو نشتوالی له نورو لاملونو وبلل چې په افغانستان کې یې د کاروبار پر وضعیت ناوړه اغیزه کړې ده:

''کاروبار په یوه نامناسب وضعیت کې دی. ورځ تر بلې د کاروبار په اړه د خلکو د رضایت کچه ټیټېږي. کومې ژمنې او پرېکړې چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د حکومت په پیل کې کړې وې د هغه د نه عملي کېدو له امله پر حکومت د خصوصي سکتور باور کمېږي. وضعه ناڅرګنده ده، په داسې یوه حالت کې دوی نشي کولی اقتصادي فعالیتونه وکړي. اوس هم پانګونه تعلیق ده. ''

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا سروې په هرو درېیو میاشتو کې ترسره کوي او څلور عمده اقتصادی سکتورونه سوداګري، تولیدات، ساختمان او خدمتونه ارزوي.

ښاغلي نصرت وویل چې ددې سکتورونو له ډلې د تولیداتو وضعیت نسبتا ښه دی او لامل یې هم دې سکتور ته د حکومت یو څه پاملرنه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس حکومت ته یو لړ سپارښتنې هم درلودې. د خصوصي متشبثینو د امنیت ساتل، کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه، په دولتي ادارو او قوانینو کې اصلاحات او د قرضه اخستنې د پروسیجرونو ساده کېدل یې عمده غوښتنې وې.

په نننۍ ناسته کې د حکومت د اقتصادي سکتور د چارواکو ترڅنګ، لسګونه سوداګرو او پانګوالو هم برخه درلوده چې د خپلو فعالیتونو پروړاندې ستونزې او ننګونې یې د چارواکو تر غوږونو ورسولې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا ژمنه وکړه چې د سوداګرو او پانګونې پروړاندې د شته ستونزو د حل لپاره به په خپل ټول توان ګام پورته کړي.

ښاغلي رسا په عین حال کې یادونه وکړه چې په افغانستان کې د اقتصادي رکود عمده لامل له دې هېواد سره د نړیوالو مرستو کموالی دی:

''یوه لارښوونه چې دې سروې موږ ته کړې ده، هغه دا ده چې په اداري اصلاحاتو کې مرسته ده. پرته له شکه موږ دا کار کوو. خو په ټوله کې خبره دا ده چې ګټه کمه شوې ده. هغه تمه چې دوی درلوده چې لس یا شل برابره ګټه وکړي، هغه اوس نشته. موږ له یوه کاذب اقتصاد څخه د رېښتوني اقتصاد پر لور روان یو. له دې واقعیتونو سره باید مخ شوو. او ډېر په سیالۍ مخته لاړ شو. ''

د يادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د لسګونه زرو بهرنیو سرتېرو په وتلو سره له دې هېواد سره بهرنیو مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی او ورسره د بیکارۍ کچه هم لوړه شوې ده.