افغان بزګران په لمريزې برېښنا کروندې خړوبوي

Image caption په داسې هېواد کې چې په کال کې ۳۰۰ ورځې لمر وي، تمه کېږي چې دا انرژي په لنډه موده کې د افغانانو اړتیا څه ناڅه حل کړي.

افغانستان له کلونو راهیسې د بریښنا انرژۍ له کموالي سره مخ دی. خلک د ډیزلي جنراتورونو، د اوبو برېښنا وړو بندونو او لمریزې برېښنا له لارې خپله اړتیا پوره کوي.

پخوا به دا برېښنا یواځې کورونو روښانولو لپاره کارېده، خو اوس خلک له لمریزې برېښنا د ځمکو خړوبولو لپاره هم ګټه پورته کوي. افغان بزګران وایي لمریزه بریښنا تر نورو ارزانه پریوځي او ددوی ته یې ډېره اسانتیا رامنځته کړې ده.

پخوا به د افغان بزګرانو هیلې د سیندونو او کاریزونو په اوبو پورې تړلې وې په تېره بیا د شاړو او وچو ځمکو د خړوبولو یوازېنۍ وسیله د باران اوبه وې.

د ډیزلي برېښنا پر مټ هم لږ شمېر خلکو خپلو ځمکو ته اوبه برابرولې، خو د تېلو لوړ قیمت دوی اړ کړل چې پر یوې ارزانې لارې فکر وکړي.

جمعه دین موسی زی چې د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د شاوخوا اووه جریبه باغ ساتنه کوي وایي چې نور د جنراتور ځوروونکی غږ نشته او د باغ فضا هم هم د تیلو له لوږیو پاکه ده.

باغوان وایي نور د جنراتور جوړولو لپاره مستري ته له تلو هم خلاص دی. هغه وویل: "ډیزلي ماشین څخه مو ځان پرې بی غمه کړ. په هغه باندې زیات مصرف راتلو. نو اوس مو سولر لګولی، خدای شته چې سهولت لري، اوبه پرې راوباسو دا اووه جریبه باغ پرې اوبه کوو."

د باغ په ارامه محیط کې د اوبو شرهار هم یوه زړه راښکونکونکې فضا جوړه کړې. جمعه الدین وایي چې د سهار لمر په راختو سولر کار پیلوي او کرۍ ورځ په باغ کې د لګېدلي واټرپمپ لپاره برېښنا برابروي. لمریزه برېښنا چې شمسی یې هم بولي، اسانتیا لري، خو برابرول یې په پیل کې د پام وړ پیسې غواړي چې ښایي د ډېرو له وسې وتې وي.

Image caption د ډیزلي برېښنا پر مټ هم لږ شمېر خلکو خپلو ځمکو ته اوبه برابرولې، خو د تېلو لوړ قیمت دوی اړ کړل چې پر یوې ارزانې لارې فکر وکړي.

جمعه دین د لمریزې برېښنا پر دې سیسټم نږدې ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، ۳۲ لمریزې ددې باغ لپاره له ۸۶ متره ژورې څاه د دوه انچه پایپ پر مټ اوبه راوباسي. هغه وویل، ددوی په سیمه کې ډېر نور خلک هم له لمریزې برېښنا کار اخلي، ځېنې یې د ځمکو خړوبولو او ډېر یې د کورونو روښانه کولو لپاره.

کابل کې سولر خرڅوونکي وایي چې تر ډېره د افغانستان په لویدیځ او سوېل لویدیځو ولایتونو، هرات، فراه، نیمروز او کندهار ولایتونو کې خلک له لمریزې برېښنا د ځمکو خړوبولو لپاره کار اخلي.

دې ولایتونو کې وچې او شاړې ځمکې ډېرې دي، چې نه د سیند اوبه ورځي او نه هم کاریزونه لري او ترڅنګ یې د کال په اوږدو کې په دې سیمو کې کافی لمر وي.

سولر خرڅوونکی صدیق الله سلطاني بي بي سي ته وویل، سوداګري یې ښه ده. ده په تېر یوه کال کې یې ۵۰ کسانو ته د لمریزې برېښنا سیسټم فعال کړی دی. خو نوموړي نیوکه وکړه چې د افغانستان حکومت دې هېواد ته د غیرمعیاري سولرونو د واردېدو مخه نه ده نیولې او دا د بزګرانو د زیانمنېدو سبب کېږي.

سلطاني زیاتوي: "که له سولر څخه سمه ګټه واخستل شي، نو دا ډېر ارزان لوېږی؛ څلور یا درې کاله پس دا سیسټم بزګر ته وړیا پاتې کېږي. ګټه یې په دې کې ده چې سټنډرډ سولر ۲۵ کاله کار کوي. که هغه چینایي وي، یا جاپانی او امریکایي. خو په خواشینۍ سره دلته افغانستان کې دا سولرونه معیاري نه دي، شپږ میاشتې یا یو کال پس له کاره لوېږي. نو د بزګر پیسې ضایع کېږي."

لمریزه برېښنا تر نورو هغو ارزانه او پاکه انرژي ده او په وروستیو کلونو کې یې د کارولو دود پراخ شوی دی. د ټلویزیونونو له کتلو نیولې د نورو برېښنایي وسایلو تر کارولو، آن د کال ښار او ځېنو ولایتونو د سرکونو روښانول هم د همدې لمریزو لوحو پرغاړه دي.

Image caption پخوا به د افغان بزګرانو هیلې د سیندونو او کاریزونو په اوبو پورې تړلې وې په تېره بیا د شاړو او وچو ځمکو د خړوبولو یوازېنۍ وسیله د باران اوبه وې.

افغانستان اوسمهال تر ۶۰۰ میګاواټو ډېره برېښنا لري چې ډېره برخه یې له ګاونډیو هېوادونو راځي. دا هېواد په یوه کال کې ۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې یواځې ۳۰ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري.

افغانستان له ۲۰ زره میګاواټو د ډېرې برېښنا د تولید وړتیا لري، خو د ناامنیو او د دولتي بودیجې د کموالي له امله ندی توانیدلی دا ستونزه حل کړي.

په داسې هېواد کې چې په کال کې ۳۰۰ ورځې لمر وي، تمه کېږي چې دا انرژي په لنډه موده کې د افغانانو اړتیا څه ناڅه حل کړي.