جګړې ځپلو سیمو ته کتابتونونه

د انځور حقوق
Image caption یو شمېر فرهنګیان دې هڅې ته هرکلی وايي، خو ټینګار یې دا دی چې ورته مدني خوځښتونه باید د همغږۍ په پایله کې دغه راز کمپاینونه ټول افغانستان ته وغځوي.

د 'قلم لار' په نامه یوه مدني خوځښت د افغانستان په بېلو ولایتونو کې د کتابونو ټولولو کمپاین پیل کړی دی، چې له تېرې اونۍ راهیسې یې په وړیا توګه زرګونه ټوکه کتابونه ټول کړي دي.

یو شمېر فرهنګیان دې هڅې ته هرکلی وايي، خو ټینګار یې دا دی چې ورته مدني خوځښتونه باید د همغږۍ په پایله کې دغه راز کمپاینونه ټول افغانستان ته وغځوي.

که د بشر تاریخ ته پام وشي، څرګنده به شي چې په تېر کې کتاب د نړۍ د لویو تمدنونو د بنسټ پخه ډبره پاتې شوې، چې تر اوسه یې خپل ارزښت نه دی بایللی، خو په افغانستان کې عامه کتابتونونه نژدې ټول له منځه تللي، هغه څه چې یو مهال لوستونکو او پلټونکو د لوست او څېړنې لپاره کارول.

دلته دا هم یوه ترخه ریښتینولي ده، چې څوک پیسې لري کتاب نه اخلي، او چې کتاب لولي د پېرودلو لپاره یې پیسې نه لري، اوس داسې هڅې پیل شوي چې دا عادت په یوه کلتور وانه وړي.

'قلم لار' مدني خوځښت په دې ترڅ کې د کتابونو ټولولو کمپاین پیل کړی دی، د خوځښت منشي عطاء الله ویسا بي بي سي ته وویل له تېرې اونۍ چې کمپاین پیل شوی دوی زرګونه ټوکه کتابونه ټول کړي دي، چې په مټ به یې په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د ګټې لپاره کتابتونونه جوړ کړي:

''که چېرې موږ په ټولنه کې له خلکو یو یو کتاب راټول کړو، دا په یوه سیمه کې کتابتون جوړېدلی شي، ددې ډېره برخه ټولنیزه ده، ټولنیز مضامین، ادبیات، تاریخ، اسلامیات، اقتصاد او نورې کتګورۍ پکې دي. تقریباً تر نن پورې تر شپږو زرو پورې کتابونه راټول شوي دي.''

ټوپک ته نه، کتاب ملګری

د انځور حقوق
Image caption قلم لار مدني ټولنې په تېر کې هم په جګړه ځپلو ولایتونو کندهار او هلمند کې دوه کتابتونونه پرانیستي دي.

شاعرې او مدني فعالې شکریې جلالزۍ هم په دغه کمپاین کې ونډه اخستې، او قلم لار مدني خوځښت ته یې بېلابېل لسګونه کتابونه سپارلي دي، وايي له دې چارې یې هیله دا وه چې افغان ځوانان ټوپک ته نه ووايي او کتاب د خپل ملګري په توګه غوره کړي:

''باید خلکو ته قلم په لاس کې ورکړو، دوی ته کتاب ورورسوو، او له کتاب سره خلکو ته مینه او داسې حس او پیغام ورکړو چې مطالعه وکړي او له جګړو لاس واخلي.''

قلم لار مدني ټولنې په تېر کې هم په جګړه ځپلو ولایتونو کندهار او هلمند کې دوه کتابتونونه پرانیستي دي.

اسحق یعقوبي د هلمند د مارجې ولسوالۍ د کتابتون مشر دی:

''تقریباً څلور زره کتابونه په مارجه ولسوالۍ کې یو لوی کار دی، کله چې موږ دلته راغلو، داسې ښوونځي وو چې هېڅ دېوالونه یې نه لرل، هرڅوک دلته راتلی شي او ګټه ترې اخیستی شي.''

په افغانستان کې د کتاب لوستلو کلتور تت رنګه دی، پوښتنه دا ده چې چې ورته مدني خوځښتونه څنګه دغه راز هڅې ټول افغانستان ته غځولی شي، لیکوال او پوهنتوني استاد ډاکټر تیمور شاران وايي دا کار شونی دی خو بیل خوځښتونه باید د کتاب د لوست په برخه کې خپلې هڅې همغږې کړي:

د انځور حقوق
Image caption یوشمېر کارپوهان وايي که دغه راز مدني خوځښتونه پیاوړي کړل شي، شونې ده چې کتاب لوستنه دود کړي، خو له حکومته هم غواړي چې عامه کتابتونونه بیا ورغوي، چې خلک د کتابونو پر لوري ورمات شي.

''زه فکر کوم چې ددغه راز شبکو رامنځ ته کېدل کولای شي چې د کتاب لوستنې کلتور پیاوړی کړي، ددې کار د بریالیتوب لپاره باید د بېلو ولایتونو مدني شبکې یو له بل سره اړیکي پیدا کړي، او په سلا سره کار وکړي، دوی باید لومړی په ولایتونو کې کتابتونونه جوړ کړي او بیا کتاب لوستنه دود کړي، دویمه خبره د خبرېدو ده، زما په اند دا کار له خواله رسنیو اخیستی شي، یانې دغسې یو کار چې کېږي باید ټول افغان ترې خبر شي. ''

یوشمېر کارپوهان وايي که دغه راز مدني خوځښتونه پیاوړي کړل شي، شونې ده چې کتاب لوستنه دود کړي، خو له حکومته هم غواړي چې عامه کتابتونونه بیا ورغوي، چې خلک د کتابونو پر لوري ورمات شي.