یونما: د ۲۰۱۵ لومړۍ نیمايي کې ولسي مرګ ژوبله ٪۱ ډېره شوې

د انځور حقوق AFP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي 'یونما' وايي، د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله، د افغان ولسي وګړو مرګ ژوبلې کچه ټیټه شوې نه ده، بلکې یوه سلنه لوړه شوې ده.

یونما پخپل تازه راپور کې ویلي، دا راپور یې د وسله والو نښتو د رپوټونو پر بنسټ چمتو کړی دی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۴۹۲۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې (۱۵۹۲ کسان وژل شوي او ۳۳۲۹ نور ټپیان شوي دي).

ملګري ملتونه وايي، د سږ کال لومړۍ نیمايي کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه یو سلنه لوړه شوې ده، چې د ډېرېدو اصلي لامل یې نښتې، ماینونه، پېچلي ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې دي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د یونما د مشر نیکولاس هیسم له خولې لیکل شوي: ''ولسي افغانان له ډېرې مودې راهیسې له ویجاړوونکې جګړې کړېږي، چې تر ډېره یې ولسي وګړي په پراخه کچه قرباني کېږي''.

ښاغلي هیسم دا هم وايي، تر هغو چې سوله نه وي راغلې، ټولې ښکېلې غاړې باید په بشپړه توګه د بشردوستانه نړیوالو قوانینو درناوی وکړي، چې په دې سره پر ملکي وګړو د جګړې اغېز تر وروستۍ کچې راټیټ شي.''

یونما پخپل راپور کې د افغان حکومت مخالفین د ولسي مرګ ژبولې د ۷۰ سلنې پړه ګڼي، خو د ۱۶ سلنې مرګ ژوبلې پړه د حکومت پر ملاتړو ځواکونو اچوي، خو وايي د یو سلنې مرګ ژوبلې مسؤول بهرني ځواکونه دي.

د انځور حقوق unama
د انځور حقوق unama

یونما وايي، لس سلنه ملکي مرګ ژوبله پر هېڅ کومې ښکېلې ډلې پورې نه ده تړلې، ځکه چې دغه سلنه ولسي مرګ ژوبله له تېرو جګړو راهیسې د پاتې شویو ماینونو د چاودلو له کبله شوې ده.

د ۲۰۱۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور کې یونما دا هم ویلي، د ښځو په مرګ ژوبله کې ۲۳ سلنه ډېرو الی راغلی او د ماشومانو مرګ ژوبله ۱۳ سلنه ډېره شوې ده.

تېر ۲۰۱۴ کال یونما ویلي وو، د ولسي وګړو مرګ ژوبله کې ۲۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د یونما د بشري حقونو د برخې مشرې دانیال بیل وویل: ''د جګړې او تاوتریخوالي له کبله د وژل شویو او معلولو شویو مېرمنو او ماشومانو د شمېرې ډېروالی اندېښمنوونکی دی. په روان کال کې موږ د تېر کال د همدې مودې پرتله د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې د لوړوالي شاهدان یو. ټولې ښکېلې غاړې باید د ولسي وګړو د ساتنې لپاره لاس په کار شي. ''

د انځور حقوق UNAMA

د ٢٠٠٩ زېږديز کال له پيل نه چې يوناما هر کال په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپور چمتو کوي، په تېرو شپږو کلونو کې ١٧٢٥٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٩٥٣٦ نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو غبرګون

وسله والو طالبانو د یونما دغه راپور رد کړی، او وايي چې ''موږ د یوناما لخوا دغه خپورشوی راپور ردوو، دغه راپور بې پرې نه دی، په حقائقو ولاړ نه دی، د راپور مبنا د کابل ادارې لخوا هغه خپاره شوي معلومات دي چې وخت په وخت يې د مجاهدینو په ضد په ملکي برخه کې خپروي. ''

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې غوښتنه کړې چې ''موږ غواړو د ملکي تلفاتو له موضوع سره چې خورا حساسه بشري موضوع ده، سیاسي او تبلیغاتي چلند ونه شي، نړیوالې ادارې د داسې راپورونو په نشرکې باید له ډېر دقت او واقع بينۍ څخه کار واخلي. د ملکي تلفاتو په اړه یاد راپور به ممکن د اسلامي امارت د مسئولو ارګانونو سره شریک شوی وي،خو زموږ معلومات او ملحوظات په کې په نظرکې نه دي نیول شوي او راپور په یولوريز ډول ترتیب شوی. ''

ورته مطالب