د کابل ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شو

د انځور حقوق Getty
Image caption د عامې روغتیا وزارت ویاند بي بي سي ته ویلي، چې د دوی روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي ټپیانو شمېر نژدې ۴۰۰ ته رسېدلی، چې په دې کې ۱۰ ماشومان او ۲۷ ښځې شاملې دي

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ځانمرګي برید له کبله ۱۵کسان وژل شوي دي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د تېرې شپې ناوخته ځانمرګي برید په تړاو د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید وغانده او د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژنه یې د افغانستان د دښمنانو ماتې وبلله.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ نه د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، د ولسي وګړو په استوګن ځایونو کې د افغانانو دښمنانو لخوا چاودنې او ځانمرګي بریدونو ترسره کول، چې د زیات شمېر ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شو افغان ولسمشر دا کار د شرم او سرټیټۍ عمل بللی دی.

اعلامیه زیاتوي، چې دا ډول د بې ګناه وګړو وژل د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په میدان کې د ماتې ښکارندويي کوي.

د اعلامیې پر بنسټ افغان ولسمشر روغتیايي چارواکو ته لارښونه کړې، چې د ټپیانو په درملنې کې له خپلو ټولو هڅو سره له پوره امکاناتو څخه کار واخلي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وايي، چې د دغې پېښې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شو.

خو د ټپیانو د شمېر په اړه بېلا بېلې رپوټونه خپاره شوي دي. ښاغلی هاشمي وايي، چې ۲۴۰ کسان ټپیان شوي، چې په دې کې ۴۷ یې مېرمنې او ۳۳ یې ماشومان دي.

د هغو شمېرو له مخې، چې د روغتیايي ادارو لخوا بي بي سي ته ورکړل شوې دي د دغې پېښې د ټپیانو شمېر نژدې ۴۰۰کسان ښودل شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه چاودېدونکي توکي چې په یوه موټر کې ځای په ځای شوي وو، د کابل په شاه شهید سیمه کې یې چاودنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بي بي سي ته ویلي، چې د دوی روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي ټپیانو شمېر نژدې ۴۰۰ ته رسېدلی، چې په دې کې ۱۰ ماشومان او ۲۷ ښځې شاملې دي.

پولیس وايي، دغه چاودېدونکي توکي چې په یوه موټر کې ځای په ځای شوي وو، د کابل په شاه شهید سیمه کې یې چاودنه وکړه.

د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل، چې ځانمرګي برید ګر یوه پوځي مرکز ته نژدې هغې لارې ګاډي ته چاودنه ورکړې، چې له باروتو یې ډکه کړې وه.

هغه وايي ډېری وژل شوي او ټپیان چې وايي ټول ملکي خلک دي ښځې او ماشومان دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي د وژل شویو کسانو شمېر ډېرېدو وېره څرګندوي.

رویټرز خبري اژانس د مرستندویانو له خولي لیکلي، چې ټپیان د پېښې سیمې ته نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې کېدای شي د دغه برید موخه به په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته وه.

د یاد امنیتي چارواکي په وینا، کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي.

ورته مطالب