" غزني کې اته وسله وال طالبان وژل شوي"

د انځور حقوق f
Image caption غزني افغانستان کې يو له نا امنو ولايتونو ګڼل کېږي چې په ځينو ولسواليو کې يې طالبان پر امنيتي پوستو او دولتي ځايونو بريدونه کوي

د غزني مرستيال والي محمد علي وايي د طالبانو د والي مرستيال او اووه نور غړي په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا عملياتو کې وژل شوي دي.

د ده په وينا دغه عمليات د اب بند ولسوالۍ په څو کليو کې ترسره شوي دي.

ښاغلی احمدي وايي، د طالبانو د والي مرستيال په غزني ولايت کې د دې ډلې يو له مهمو کسانو ګڼل کېده. دی وايي د جګړې ډېری پلانونه د غزني ولايت په اب بند ولسوالۍ کې جوړېږي کېږي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غزني افغانستان کې يو له نا امنو ولايتونو ګڼل کېږي چې په ځينو ولسواليو کې يې طالبان پر امنيتي پوستو او دولتي ځايونو بريدونه کوي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له مرګ وروسته دغې ډلې په تېرو څو ورځو کې پر کابل بريدونو کې زياتوالی را وستلی دی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې دری خونړي بريدونه شوي، د شاه شهيد بريد کې ۱۵ مړه او له ۴۰۰ ډېر ټپيان شوي وو. طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو دا يو له لويو خونړيو بريدونو ګڼل کېږي.

بل ځانمرګی بريد د پوليسو له روزنيز مرکز سره نژدې شوی او درېيم بريد بيا د ناټو پر ځواکونو ترسره شوی دی.

په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مطالب