کابل کې بریدونو لږترلږه ۳۵ کسان وژلي سلګونه نور ټپیان دي

د انځور حقوق AFP

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د جمعې په ورځ ناوخته بریدونو لږترلږه ۳۵ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

لومړی برید د جمعې په ورځ ناوخته د پولیسو د روزنې پر مرکز وشو، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول. بیا وروسته د کابل هوايي ډګر په شمال کې هم د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

د ناټو اډه د کابل هوايي ډګر ته نژدې پرته ده، خو د کره تلفاتو په اړه تر اوسه هم جزییات نه دي په ډاګه شوي.

وړاندې د جمعې په ورځ وختي د کابل شاه شهید سیمې په یوه پوځي مرکز له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر وچوول شو چې لږترلږه ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

تر اوسه طالبانو یوازې د پولیسو د روزنې پر مرکز د برید پړه منلې ده.

د کابل پولیسو منلې ده، چې د پولیسو روزنیز مرکز ته څېرمه برید د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل، دا برید هغه مهال رامنځ ته شو، چې پولیس د اونۍ له رخصتیو د ستنېدو په حال کې دغه مرکز ته ننوتل.

د انځور حقوق Reuters

ښاغلي رحیمي دا هم وویل، برید کوونکي د پولیسو یونیفورم اغوستی و، او د پولیسو په منځ کې یې ځان چوولی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، د برید له کبله د تلفاتو د ډېرېدو امکان ډېر دی.

پولي تخنیک پوهنتون او د دغه پوهنتون د محصلینو خوبځای (لیلیه) او د ښوونې او روزنې پوهنتون د چاودنې سیمې ته څېرمه دي.

ورته مطالب