هلمند کې يوه هوایي برید ۱۲ وسلوال وژلي دي

د انځور حقوق bbc
Image caption د هلمند د پوليسو ویاند وايي برید د خانشین ولسوالۍ د قلعه نو سیمه کې بې پیلوټه الوتکې کړی

د افغانستان په سويل هلمند کې ځايي چارواکي وایي د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې لږترلږه ۱۲وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند شاه محمود اشنا وايي برید تېره ورځ (شنبه، اګست اتمه) د خانشین ولسوالۍ د قلعه نو سیمه کې بې پیلوټه الوتکې کړی.

بل خوا تېره شپه وسلوالو د خانشین ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي دی.

راپورونه وايي په دغو بريدونو کې څلور وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي دوی ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو دا مني چې په سنګین ولسوالۍ کې يې یو سرتیری ټپي شوی دی.

که څه هم وسلوالو طالبانو د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي خو ادعا يې کړې چې په سنګین او ناوه ولسواليو کې یې امنیتي ځواکونو ته دروند زیان اړولی دی.

ننګرهار عمليات

دغه بريد داسې مهال شوی چې افغان امنيتي ځواکونو د هېواد په ختيځ ننګرهار کې د وسلوالو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

د ننګرهار امنيتي ځواکونه وايي په غني خېلو او هسکه مېنه ولسواليو کې يې د مخالفينو د يوه قومندان په ګډون د حکومت ۲۰ مخالفين وژلي دي.

دا لا په کره ډول نه ده معلومه چې وژل شوي د کومې ډلې دي، خو ځايي اوسيدونکي يې په طالبانو او اسلامي دولت ډلې پورې تړي.

ورته مطالب