''افغانستان کې د داعش شتون د اندېښنې وړ دی''

د انځور حقوق AP
Image caption مايکل فالن وايي بريتانيا او نور ټول نړيوال همکاران يې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د حضور او د هغوی د فعاليتونو د پراختيا په اړه اندېښمن دي

د بريتانيا دفاع وزير مايکل فالن په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د حضور او پراختيا په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

افغانستان ته د سفر پر مهال ښاغلي فالن له لوړپوړو افغان چارواکو سره د سولې او امنيتي ننګونو په اړه خبرې وکړې.

دی وايي بريتانيا او نور ټول نړيوال همکاران يې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د حضور او د هغوی د فعاليتونو د پراختيا په اړه اندېښمن دي.

خو ده وويل دا اندېښنې يوازې د افغانستان تر پولو نه دي، بلکې اندونيزا، افريقا او د مديترانې سيمې هېوادونو کې هم شته.

مايکل فالن وايي اسلامي دولت ډله چې په داعش مشهوره ده هڅه کوي په دغو هېوادونو کې توندلارې ډلې له ځان سره يو ځای کړي.

د بريتانيا دفاع وزير وايي: ''دا يوه پياوړې ايډيالوژي ده چې بايد ماتې ورکړو. له همدې امله هر چېرته چې داعش وي زه يې په اړه اندېښنه لرم. موږ بايد داعش ته د ماتې ورکولو لپاره لا نور ډېر کار وکړو.''

ده په خپل يو ورځني سفر کې د ملي امنيت شورا له مشر حنيف اتمر، د دفاع له سرپرست وزير معصوم ستانکزي، اجراييوي مشر عبدالله عبدالله، د کورنيو چارو له وزير نورالحق علومي او نورو چارواکو سره کتلي دي.

ښاغلي فالن په کابل کې د بي بي سي له خبريال خليل نوري سره په مرکه کې وويل چې د سولې خبرو د تشويق لپاره افغانستان ته تللی دی.

دی وايي بريتانيا د سولې بهير ته هيله لري او تمه ده چې د افغانستان او پاکستان يو له بل سره نژدې او په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د بريتانيا دفاع وزير مايکل فالن وويل که څه هم افغان ځواکونو ته تلفات اووښتي، خو وړتياوې يې لوړې شوې او له اورپکو سره جګړې ته چمتو دي

ښاغلي فالن وويل: ''د طالبانو د مشر د مړينې خبر د سولې خبرې ټکنۍ کړې، خو مهمه دا ده چې دا بهير پيل شو. د طالبانو په مينځ کې منځلاري شته چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته چمتو دي او اړتيا ده چې موږ هغوی وهڅوو.''

دا افغانستان ته د دفاع د وزیر په توګه د مايکل فالن دويم سفر دی.

د بريتانيايي ځواکونو په ګډون د ناټو ټولو غړو هېوادونو د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خپل پوځي ماموريت په افغانستان کې پای ته ورساوه.

د جګړه ييز ماموريت له پای ته رسېدو سره سم شاوخوا ۱۳۰۰۰ بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو د روزنې ماموريت چې 'غوڅ ملاتړ' بلل کېږي پيل کړ.

بريتانيا هم د غوڅ ماموريت په اډانه کې ۴۷۰ سرتېري لري او ټاکل شوې د ۲۰۱۶ له پای ته رسېدو وروسته له خپلو نورو نړیوالو همکارانو سره د افغانستان امنيتي وضعيت له سره وارزوي.

د بريتانيا دفاع وزير مايکل فالن وويل که څه هم افغان ځواکونو ته تلفات اووښتي، خو وړتياوې يې لوړې شوې او له اورپکو سره جګړې ته چمتو دي.

ده وويل لا هم افغان ځواکونه د جنګي تجهيزاتو په اړه شکايت لري، چې يو يې هم هوايي ځواک دی.

ښاغلی فالن له کابل نه د اسلام اباد پر لوري ولاړ چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې په تړاو د لومړنيو مخامخ خبرو کوربه و.

ورته مطالب