افغانستان کې له "اسلامي دولت" ډلې سره تړلې ويډيو خپره شوې

د انځور حقوق f
Image caption په ويډيو کې وسله وال کسان ۱۰وګړي چې سترګې او لاسونه يې تړل شوي په پر بمونو کېنوی او چاودنه ورکوي

په افغانستان کې له "اسلامي دولت" ډلې سره تړلې يوه ويډيو چې خلک په کې وژل کېږي خپره شوې.

دغه ويډيو چې په يوه غرنۍ سيمه کې جوړه شوې، وسله وال کسان ښيي چې تور کالي يې اغوستي او د اسلامي دولت ډلې بيرغونه ورسره دي.

په ويډيو کې وسله وال کسان ۱۰وګړي چې سترګې او لاسونه يې تړل شوي په پر بمونو کېنوی او چاودنه ورکوي.

دغه کسان چې د اسلامی دولت ډلې غړی ښکاري لومړی په ځمکه کې بمونه خښوي او مخکې له چاودېدلو پرې دغه ۱۰ بنديان کېنوي.

په ويډيو کې په اردو او عربي ژبو معلومات ورکړل شوي، دوی وايي دغه کسان د ننګرهار ولايت د شډل سيمې اوسېدونکي دی چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې يې د افغان دولت او طالبانو سره مرسته کوله.

تر اوسه هېڅ کومې سرچينې دغه ويډيو نه ده تاييد کړې. خو ننګرهار کې د اچين ولسوالۍ اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي چې دغه کسان د دې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي اسلامي دولت ډلې د دې سيمې ۱۵۰ کسان له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.

د مومندو يوه قومي مشر محمد امين بي بي سي ته ويلي داسې خبرونه شته چې اسلامي دولت ډلې ۱۶ کسان بلې سيمې ته له ځان سره بېولي دي.

دی وايي اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله والو له دغو ۱۶ کسانو درۍ په ډزو ويشتلي، له يو کس يې سر پرې کړی او ۱۲ نور یې د بمونو په واسطه وژلي دي.

مومند د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې پرته سيمه ده چې له څه مودې په کې د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت ډلې ترمنځ جګړه روانه ده او د دواړو غاړو په لسګونو کسان په کې وژل شوي دي.

د انځور حقوق g
Image caption د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي اسلامي دولت ډلې د دې سيمې ۱۵۰ کسان له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي