غزني کې وسلوالو کسانو څلور يرغمل شوي وژلي

Image caption د غزني د والي وياند وايي د دغو کسانو جسدونه داسې مهال موندل شوي، چې د ځايي مخورو له لوري يې د خوشي کېدو لپاره خبرې روانې وې

د افغانستان په غزني ولايت کې ځايي چارواکو تاييد کړې هغه څلور کسان چې درې ورځې وړاندې وسلوالو تښتولي و، وژل شوي دي.

د جاغوري ولسوال ظفر شريف بي بي سي ته وويل د دغو کسانو جسدونه نن (سه شنبه، ۱۱ اګست) د غزني په ګوسفندي سيمه کې د سړک په خوا کې موندل شوي دي.

دی وايي وژل شوي د غزني په مرکزي روغتون کې خپلو کورنيو ته د سپارلو لپاره ساتل کېږي.

د جاغوري ولسوال وايي د وژل شويو يو يې انجينير او د ده په خبره درې نور يې عادي وګړي دي.

ځايي چارواکي وايي يرغمل شوي چې اوس وژل شوي له جاغوري ولسوالۍ نه د غزني ښار پر لوري روان وو چې جغتو ولسوالۍ کې وسلوالو له موټر ښکته کړل.

د غزني ولایت د ملکي روغتون مشر باز محمد همت هم تاييد کړه چې نن سهار افغان امنيتي ځواکونو د څلورو کسانو جسدونه دغه روغتون ته وروړي.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي بي بي سي ته وويل دغه کسان وړاندې له دې چې يرغمل شي د وسلوالو له لوري د مقر او جاغوري ولسواليو ترمنځ سيمې ته بيول شوي وو.

دی وايي د دغو کسانو جسدونه داسې مهال موندل کېږي، چې د ځايي مخورو له لوري يې د خوشي کېدو لپاره خبرې روانې وې.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغو کسانو د وژل کېدو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

شاوخوا درې مياشتې مخکې هم څلور ملکيان چې دوه ښځې، يو ماشوم او يو موټر چلوونکی وو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې يرغمل شول چې تر اوسه يې برخليک نه دی معلوم.

مالستان، جاغوري او ناهور هغه سيمې دي چې طالبان په کې نشته، خو دغو ولسواليو ته ورغلې لارې خوندي نه دي.

د دغو ولسواليو خلک اړ دي چې له همدې ناامنو لارو غزني ښار ته د رسېدو لپاره تېر شي.

ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي په تېر يوه کال کې لږترلږه ۱۳ کسان پر دغو لارو د وسلوالو له لوري وژل شوي، خو رسمي پخلی يې لا نه دی شوی.

ورته مطالب