افغان پلاوی اسلام اباد ته ځي

د انځور حقوق Salahuddin.Rabbani
Image caption د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ افغان پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د سولې او طالبانو په اړه خبرې کوي

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي.

دغه پلاوی چې ښايي د پنجشنبې پر ورځ د اګست په ۱۲مه اسلام اباد ته لاړ شي، له پاکستاني چارواکو سره د سولې پیل شوي بهیر تر څنګ پر نورو مسایلو هم خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر تر منځ په ځينو مسايلو بحث شوی دی.

په اسلام اباد کې سفارتي سرچينو دا هم ویلي چې په دغه پلاوي کې ښايي د افغانستان د دفاع وزير هم ګډون ولري.

سرچينې وايي څه موده وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني پاکستاني چارواکو ته يو ليک استولی و.

په دغه ليک ښاغلي غني له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان طالبانو فعاليتونه او مالي مرستې دې بندي کړي.

افغان دولت وايي پاکستان دې افغان طالبان ونيسي او په پاکستان کې د افغان طالبانو درملنې ته اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د سې شنبې په ماښام د اروپايي، شمالي امریکا او سیمې يو شمېر نورو سفیرانو سره په کتنه کې یو ځل بیا یادونه کړې چې د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې د وروستي برید پلان د ترهګرو ډلو له خوا په پاکستان کې جوړ شوی و.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له مړينې وروسته د سولې خبرې ځنډېدلې وې.

د سولې خبرو لومړی پړاو اسلام اباد ته نژدې مري کې تر سره شو او داسې ويل کېدل چې دوهم پړاو به هم په مري کې ترسره شي.

د پنجشنې پر ورځ د (جولای ۳۰) طالبانو د يو اعلاميې په خپرولو د ملا محمد عمر د مړينې پخلی وکړ او ملا منصور يې د هغه ځای ناستی وباله.

د طالبانو د نوي مشر ټاکلو پر سر هم ډېرې لانجې راولاړې شوې، چې له کبله يې طالبان په څو ډلو ويشل شوي دي.