"د ترهګرو پټنځايونو له منځه وړل به د دواړو هېوادو په ګټه وي"

د انځور حقوق bbc
Image caption جان کربي وايي موږ غواړو، افغان دولت له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي

امريکا وايي په افغانستان کې د ترهګرۍ تېرې څو پېښې به د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې پر خبرو کوم اثر و نه غورځوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي د دوشبنې پر ماښام واشنګټن کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، "د ترهګرو پټنځايونو له منځه وړل به د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه وي".

وياند وايي موږ غواړو، افغان دولت له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي او موږ غواړو د سولې خبرو په رڼا کې يو خوښ افغانستان وګورو، خو له دغو بريدونو ښکاري چې دې هيلې ته رسېدل اسان نه دي.

جان کربي وايي له دغو نويو بريدونو دوې خبرې رابرسېره کېږي، يوه دا چې افغانستان يو "خطرناک ځای" دی او بله دا چې طالبانو د ترهګرۍ له بريدونه لاس نه دی اخيستی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسني بريدونه ښيي په طالبانو کې داسې ډلې شته چې د سولې خبرو سره همغږي نه دي، وويل، اوس مهال په دې اړه څه ويل ګران دي.

دی وايي څو اوونۍ وړاندې "د سولې خبرو کې د طالبانو ګډون يو پرمختګ و او موږ هغه وخت هم ويلي وو چې غواړو دغه خبرې کاميابې شي".

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، "د دې په اړه څه ويل چې دغه بريدونه به د سولې پر خبرو څه اثر پرې باسي، ګران کار دی او هیله لرو دغه پېښې به د سولې پر خبرو کوم اغېز و نه لري".

د دوشنبې ورځ (۱۱ اګست) افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې تېرو بريدونو په اړه پاکستان ته ګوته نيولې وه، په دې اړه جان کربي وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له افغان ولسمشر سره د ترهګرو د پټنځايونو او د هغو له منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ويلي وو " له پاکستاني حکومت او ولس پوښتي، که چېرې د کابل شاه شهيد غوندې بريد، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د يوې داسې ډلې له خوا وشي چې افغانستان کې رونيز مرکزونه ولري، نو پاکستان به افغانستان ته د دښمن په سترګه ګوري او که د دوست؟"

په کابل او نورور ولايتونو کې د خونړيو بريدونو په تړاو ولسمشر غني وويلي دا بريدونه د دې ښکارندوی دی چې د دښمن جګړه بدله شوې، چې غواړي د افغانانو روحيه له منځه يوسي.

اشرف غني له پاکستانه د ترهګرو د پټنځايونو له منځه وړلو غوښتنه کړې او وايي دواړه هېوادونه بايد په اړه ګډ کار وکړي.

بل خوا پاکستان وايي ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او د دې له منځه وړلو لپاره يې ګډ کار ته اړتيا ده.