''د وروستيو بريدونو تر شا د 'پاکستان پوځي کړۍ' وې''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پلازمېنې کابل په بريدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول

د افغانستان څارګره اداره ملي امنيت وايي په پلازمېنه کابل کې د وروستيو بريدونو تر شا د پاکستاني پوځ د ځانګړو کړيو لاس و، چې په وينا يې د حقاني شبکې پر مټ يې ترسره کړل.

د ملي امنيت ادارې وياند عبدالحسيب صديقي په کابل کې خبريالانو ته د وروستيو بريدونو په اړه د جزيياتو ورکولو پر مهال وويل د پاکستان د مداخلې په اړه يې دغه معلومات له ډېرو سرچينو راټول کړي او په خبره يو شمېر بهرنيو هېوادونو هم تاييد کړي.

ښاغلی صديقي وايي په هغه بريد کې چې څو ورځې وړاندې په قصبه کې وشو داسې چاودېدونکي توکي کارول شوي چې په ازاد بازار کې نه پيدا کېږي.

''هغه چاودېدونکي توکي چې د قصبې په چاودنه کې وکارول شول د دغو توکو پېر او پلور يوازې د هېوادونو په انحصار کې وي. هغه فابريکې چې دا توکي توليدوي دا مواد په ازاد بازار کې په چا نه پلوري.''

په دغه بريد کې نهه کسه وژل شول چې يو يې بهرنی او اته يې افغانان وو.

د ملي امنيت ادارې وياند په ډاګه کړه چې د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې د پاکستان په ښارونو کې طالبانو ته د خپل نوي مشر ټاکلو په موخه د راټولېدو اجازه نه ورکوي، خو وينا يې پاکستان په خپله کړې ژمنه و نه درېد.

د انځور حقوق
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني دغو بريدونو ته په خپل لومړي غبرګون کې وويل چې لا هم افغانستان ته د جګړې پيغام له پاکستان نه راځي

د افغانستان څارګره اداره وايي زموږ جګړه بين الافغاني نه ده، ځکه ثابته شوه چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو مشري د کوم افغان له لوري نه کېده، بلکې د څو پاکستاني افسرانو له لوري پر مخ بېول کېده.

خو طالبان وايي د ملا عمر له مړينې وروسته د طالبانو مشري د هغه د مرستيال ملا اختر محمد منصور پر غاړه وه.

په شاه شهيد، قصبه، د پوليسو اکاډمي مخې ته او له هغه وروسته د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي بريد د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت غوسه راپارولې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني دغو بريدونو ته په خپل لومړي غبرګون کې وويل چې لا هم افغانستان ته د جګړې پيغام له پاکستان نه راځي.

ښاغلي غني وويل د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد د جګړې اعلان کېږي او له دغه ځایه پر افغانستان بریدونه کېږي، چې په وینا یې دا له یوه ګاونډي هېواد سره څرګنده دښمني ده.

ولسمشر غني وويل په کابل او نورو سیمو کې وروستیو خونړیو بریدونو وښوده، چې د بریدونو سمبالوونکي او د وسله والو روزنیز مرکزونه د پخوا په څېر په پاکستان کې فعال دي.

وړاندې پاکستان د افغان حکومت دې ته ورته نېوکې رد کړې دي. په کابل کې د پاکستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو د کابل بريدونه غندلي دي.

ورته مطالب