طالبان وايي د شاه شهید چاودنه دوی نه ده کړې

یوه اوونۍ وروسته له هغه چې د کابل په شاه شهید سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ منفجر شوه، طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د دوی کسانو په چاودنې کې لاس نه درلود.

دغې چاودنې چې د جمعې په ورځ د زمري پر ۱۶ د شپې پر یوې بجې وشوه لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل او نژدې ۴۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.

افغان چارواکو هماغه مهال اعلان وکړ چې پېښې ټول قربانیان ملکي خلک دي.

طالبانو په خپلې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې دغه برید د دوی بریدونو ته ورته نه ؤ نو دوی نه غوښتل پرته له څېړڼې خپل نظر څرګند کړي.

خبرپاڼه زیاتوي د دوی له خوا د څېړنو لپاره د ټاکل شوي پلاوې موندنې ښيي چې « کابل کې د طالبانو چارواکي» په چاودنې کې ښکېل نه ول.

طالبانو په خپلې خبرپاڼې کې د کابل په شاه شهید سیمه کې چاودنه غندلې ده او دا یې «دسیسه» بللې ده.

پر هم هغې ورځ کابل د دوو نورو چاودنو شاهد هم ؤ. د کابل په لودیځ کې د پولیسو د روزنې پر مرکز برید کې د کورنیو چارو د وزارت په وینا نژدې ۴۰ کسان مړه او ټپیان شول. نورو سرچینو بیا ویل چې په پېښه کې ۳۸ کسان ووژل شول.

له هغه څو ساعته وروسته د کابل هوايي ډګر ته نژدې د بهرنیو ځواکونو پر یوه مرکز په ځانمرګي برید کې ۹ کسان ووژل شول.

د طالبانو ډلې د دوو وروستیو بریدونو پړه واخېستله.

د رسمي سرچینو په وینا، هماغه جمعه ټولټال لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د استازي دفتر (یوناما) په کابل کې وویل چې له ۲۰۰۹ کال را پدېخوا، د جمعې په ورځ تر ټولو ډېر کسان مړه او ټپیان شول.

ورته مطالب