پاکستان ته تللی افغان پلاوی هېواد ته ستون شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوله او د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل ورسره ملګري وو

پاکستان له افغان مشرتابه غوښتي، چې باور پرې وکړي او په وینا یې د هغو پر وړاندې ودریږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي.

دا غوښتنه پرون ( اګست ۱۳ ) د افغان پلاوي او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف او ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د ښاغلي شریف له سلاکار سرتاج عزیز سره په کتنه کې وشوه.

د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوي او د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل ورسره ملګري وو.

افغان پلاوي له لومړي وزیر نوازشریف سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر ښه والي هم خبرې شوې دي.

له دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل: ''دا سفر په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ له مشر سره د ولسمشر غني له تیلېفوني خبرو وروسته شوی دی.''

ښاغلي مستغني وویل، نواز شریف په تیلېفوني خبرو کې له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې، چې پاکستاني چارواکي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه عملي تګلاره چمتو کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغان پلاوي د سفر اصلي موخه دا ده، چې پاکستاني چارواکو ته د افغان حکومت او افغانانو ډاګیزه پیغام ورسوي.

د انځور حقوق PFO
Image caption پاکستان د افغانستان ستونزو هواري لړ کې هر ډول همکاري ته چمتو دی سرتاج عزیز

کابل کې د بي بي سي خبریال سید انور وايي افغان پلاوی د پنجشنبې په ماښام بېرته کابل ته ستون شو.

هغه اعلامیه کې چې د پاکستان حکومت له لوري خپره شوې، راغلي چې افغان او پاکستاني چارواکو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو خبرو کې د افغانستان سیاسي او امنیتي حالت، د کابل او اسلام اباد تر منځ د امنیتي همکارۍ او دغه راز افغانستان کې د سولې خبرو کې د پاکستان د رول په اړه خبرې شوې دي.

اعلامیه کې د سلاکار سرتاج عزیز له قوله ویل شوي دي، چې پاکستان د افغانستان ستونزو هواري لړ کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.

اعلامیه زیاتوي، چې دواړه هېوادونه باید پر یوه بل باور وکړي او د دغه باور له منځو وړلو هڅې شنډې کړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې که افغانستان غوښتنه وکړي، پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان سولې خبرو اترو کې همکاري وکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ (زمری ۱۹) افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې خبریالانو ته وویل، اورپکي پاکستان کې پټنځایونه او د بمونو جوړولو روزنځایونه لري، چې په وینا یې له هماغه ځایه افغانستان ته برید کوونکي راستوي.

پاکستاني چارواکو د ښاغلي غني د څرګندونو په غبرګون کې وویل، د افغان حکومت ستونزې درک کولی شي، خو دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني شوي دي.