درمل پلورونکي وايي له پاکستانه به درمل نه واردوي

Image caption درمل له پاکستانه افغانستان ته د دوه اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو وارداتو کې شامل دي

د افغانستان د درملو پلورنکو ټولنه وايي که پاکستان په افغانستان کې د وسله والو او د هغوی له جګړه ییزو کړنو له ملاتړه لاس وانخلي، دوی به د درملو تر لاسه کولو لپاره نورې سرچینې ولټوي.

وړاندې تر دې یو ګڼ شمېر افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې د پاکستاني توکو له پېرودلو سره پرېکون اعلان کړی دی.

خو د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي دا د افغان حکومت رسمي دریځ نه دی بلکې د ټولنو خپل تصمیم دی.

پاکستان له افغانستان سره هر کال شاوخوا ۲،۲ میلیارده ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

خوشحال تایب په خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان په زیاتره درملتونونو کې پاکستاني درمل پلورل کیږي. دغه کچه کله د څلوېښت او پنځوس سلنې او ځینې وخت خو تر دې هم ډېره وي.

د شمېرو له مخې له پاکستان د واردېدونکو درملو سوداګري په کال کې تر څلور سوه میلیونو ډالرو رسیږي. په داسې حال کې چې افغان حکومت په پاکستان کې د وسله والو مخالفینو د شتون له کبله د هغه هېواد پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی اوس د درمل پلورنکو ټولنې هم د بدیل په لټه کې ده.

ددغې ټولنې یوه غړي د دوی پرېکړه داسې اعلان کړه:

' که پاکستان د خپلو لاسپوڅو په وسیلې اوسنیو کړنو ته دوام ورکړي، موږ به د درملو په برخه کې د هغوی د درملو سکتور پر ځای نورې لارې ولټوو. موږ د پاکستان د درملو له سکتور او درنو خلکو غواړو، پر خپل حکومت او استخباراتي کړیو فشار راوړي چې له ظالمانه کړنو ډډه وکړي. نړیواله ټولنه او په سر کې یې ملګري ملتونه باید پر پاکستان فشار راوړي چې زموږ د هېوا په وړاندې نا اعلان شوې جګړه ودروي.'

د سوداګرۍ خونې ویاند هاشم رسولي وايي د پاکستاني توکو له تړاو څخه د وتلو لپاره له افغانستان سره ګڼ غوراوي شته.

'له پاکستانه د ټولو وادراتي توکو لپاره بدیلې لارې لرو. د بېلګې په توګه د خوراکي او وینځونکو توکو ځای کورني تولیدات نیولی شي. دا سمه ده چې اوسنی تولیداتي نظام کافي نه دی، خو کله چې په بازار کې غوښتنه زیاته وي نو د تولید او د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې لامل کېږي. خو ددې لپاره د افغان حکومت او خلکو تدبیرونو ته اړتیا ده. د بېلګې په توګه پر ایراني او هندي درملو ګمرکی محصول راټیټ او پر ځای یې پر پاکستاني توکو محصول لوړ کړي.'

د افغانستان په ډېری مارکیټونو او هټیو کې پاکستاني توکي پلورل کېږي. هره ورځ په سلهاو ټنه غوړي، اوړه، وریجې، مېوه او سبزۍ له پاکستانه، افغانستان ته واردیږي. له پاکستان سره د واټن نژدېوالی او د پاکستاني توکو بیو ټيټوالی دواړه مرسته کوي چې پېرودنکو ته پاکستاني توکي وړاندې شي.

یو شمېر پلورنکي او هټیوال وايي خلک له پاکستاني توکو پرته د نورو توکو د اخیستلو وس نه لري.

خو په پلازمېنې کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته افغان حکومت د پاکستان په لوري د نیوکې ګوته ونیوله. د افغان حکومت سخت غبرګون له ګاونډي هېواد پاکستان سره اړیکې ډېرې حساسې کړې دي. تر څنګ یې خلک هم له پرله پسې بریدونو او وژنو ستړي شوي او غواړي د پاکستاني توکو په نه اخیستلو سره، دغه فشار لا ډېر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي دا د سوداګرۍ ټولنو خپل تصمیم دی او حکومت پکې ښکېل نه دی:

'د افغانستان اقتصاد تر ایا سلنې ډېر پر بهرنیو مرستو ولاړ دی او د اړتیاو له پلوه هم د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا په پاکستاني تولیداتو پورې تړلی دی. د چین، ترکیې، هند، ایران، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو تولیدات هم په افغان مارکیټونو کې لیدل کېږي، خو د پاکستاني توکو ځای بیا تر ټولو پراخ دی. د پاکستاني توکو پر اخیستلو بندیز ښايي ډېر عملي نه وي، خو که سوداګر په لنډه موده کې بدیل ځایونه ومومي او بیې هم دومره توپیر ونه لري، په ځینو برخو کې ښايي د پاکستاني فابریکو ماشینونه په ټپه ودروي.'

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري تر دوه اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو رسیږي. چې تر ډېره د پاکستان له کرنیزو او صنعتي چارو سره مرسته کوي.

دا چې د پاکستاني فابریکو خاوندان به د خپلو فابریکو د چلېدولو لپاره پر خپل حکومت فشار راوړي چې د افغان حکومت غوښتنې ومني که نه لا نه ده معلومه.