د بې پيلوټه الوتکې بريد کې اووه طالبان وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption افغان چارواکي وايي د بې پيلوټه الوتکو وروستي بريدونو مخالفو وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده

د وردګو ولايت د والي دفتر وايي د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د طالبانو دوه قوماندان او پنځه غړي وژل شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه وسله وال تېره شپه په دوو بېلابېلو بريدونو کې د چک او دايمردادو ولسواليو کې وژل شوي.

د وردګو ولايت د والي دفتر د خبرپاڼې له مخې د طالبانو يو قوماندان او يو وسله وال په چک ولسوالۍ کې او يو قوماندان او څلور وسله وال په دايمردادو کې وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي په دې بريد کې ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

افغان چارواکي وايي د بې پيلوټه الوتکو وروستي بريدونو مخالفو وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې او افغان دولت يې د مخالفانو له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه وسله بولې.

څور ورځې وړاندې دې ته ورته بريد کې د ننګرهار ولايت کې ۷۰ طالبان او د "اسلامي دولت ډلې" سره تړلي جنګيالي وژل شوي وو.

د افغان چارواکو په وينا د اسلامي دولت ډلې ډېری غړي د افغانستان په ختيځ کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب