افغان چارواکو پاکستانی سفير د سپيناوي لپاره ور غوښتی

د انځور حقوق epa
Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزات وايي، د پاکستان پوځ له خوا دا ډول بريدونو د دواړو هېوادونو په اړيکو منفي اغېز اچولی شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د پاکستان سفير يې د اتو افغان سرتېرو د وژلو په تړاو کابل کې د سپناوي لپاره ورغوښتی دی.

د پاکستاني سرتېرو د ډزو له کبله کونړ ولايت کې اته افغان سرتېرې وژل شوي وو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستاني سفير ابرار حسين سره په خبرو کې يې په کونړ ولايت کې د دې هېواد د سرتېرو له خوا بريدونو کې د افغان ځواکونو پر وژل کېدو اعتراز ښودلی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزات وايي، د پاکستان پوځ له خوا دا ډول بريدونه د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز اچولی شي.

له اوږدې مودې راهيسې د پاکستان له خوا د کونړ ولایټ پر سرحدي ولسواليو پرلپسې بريدونه کېږی چې ډېره مرګ ژوبله يې اړولې ده. ويل کېږي د دې بريدونو له کبله په لسګونو کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوی دي.

د دې ولايت چارواکي وايي هېڅ داسې نښې نښانې نه شته چې پاکستاني لوری دې بريدونو ته پلمه جوړه کړي.

دغه بريدونه له تېرو څو کلونو دوام لري، خو پاکستان بيا دا نه مني او وايي وسله وال طالبان په نښه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه بريدونه له تېرو څو کلونو دوام لري، خو پاکستان بيا دا نه مني او وايي وسله وال طالبان په نښه کوي

په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د بريدونو له کبله د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې يو ځل بيا خرابې شوې دي.

افغان حکومت وايي پاکستان اوس هم د ځينو ترهګرو ملاتړ کوي او په وينا يې په پاکستان کې پټنځايونه لري.

شننونکي وايي پاکستان او افغانستان بايد د ترهګرۍ له منځه وړلو کې کوښښ وکړي او په دې اړه د دواړو تر منځ همکاري اړينه ده.

وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د روانو بريدونو په تړوا يوې خبري ناسته کې پر پاکستان د طالبانو پر ملاتړ تور لګولی و.

ده ويلي و، لا هم د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد د جنګ اعلان کېږی او له دغه ځايه په افغانستان کې د ننه بريدونه کېږي چې په وينا يې دا له يوه ګاونډي هېواد سره په څرګنده دښمني ده.

په خبرو کې ولسمشر غني ويلي و، "له پاکستاني حکومت او ولس نه پوښتي، که چېرې د کابل د شاه شهيد غوندې بريد د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د يوې داسې ډلې له خوا وشي چې افغانستان کې روزنير مرکزونه ولري، نو پاکستان به افغانستان ته د دښمن په سترګه ګوري که دوست".