غني: د افغانستان په نارامۍ کې آسیا اقتصادي خوځښت نه لري

د انځور حقوق AP

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې په پلمه د ارګ په جوړو شویو مراسمو کې له هرڅه وړاندې د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو مننه وکړه، چې په وینا یې ''د ویجاړۍ نقشې جوړوونکو پلانونه یې په سیند لاهو کړل.''

ولسمشر غني د خپلواکۍ په غزا کې د علماوو رول او د غازي امان الله خان ملاتړ وستایه. ولسمشر غني وویل، ''د هېواد دښمنان غواړي افغانستان دې ضعیف یا په نورو متکي حکومت ولري، خو د ولس هیله او د هېواد اساسي اړتیا دا ده چې افغانستان د داسې قوي، متحد او قانونمند دولت خاوند شي، چې د هېواد د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو ګټو ساتنه وکړای شي. دا چې د ولس دا غوښتنه ترسره کېدای شي او که نه، ځواب یې بیا هم له ولس سره دی. ''

یادو مراسمو ته ولسمشر غني زیاته کړه، افغان ځوانان په خپله خوښه او خپله رضا له امنیتي او دفاعي قوتونو سره یوځای کیږي او دا ثابتوي چې افغانان د وطن د استقلال، امنیت او ثبات ساتلو ته ژمن دي، او ورځ تر بلې د جلب او جذب چاره ګړندۍ کېږي:

''تاسې چې خپل اولادونه د وطن د عزت او ناموس د ساتلو لپاره د ملي اردو، ملي پولیسو ، ملي امنیت او امنیتي ارګانونو صفونو ته استولي دي، خاصه مننه درڅخه پکار ده. ستاسې د همدې همکاري برکت دی چې په دې وروستیو میاشتو کې د ملي اردو جلب و جذب نهه سلنه زیات شو.''

سیاسي انتحار

ولسمشر غني د نظام د کمزورۍ او پیاوړتیا لپاره درې ټکي وړاندې کړل: ''موږ څو لارې لرو: یا به سیاسي انتحار کوو. سیاسي انتحار دا دی چې د نظام د تقویې پر ځای په شعوري او غیرشعوري توګه، پر نظام د خلکو اعتماد او باور ضعیف کړو او د نظام ریښې په تبر ووهو.

دویمه لاره دا ده چې په نیم نس د ګوزارې ژوند وکړو. که د قدرت په ناوړه استعمال او د اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او بې وزلو اقشارو د حقونو په پایمالولو، د نظام ضعیفولو ته دوام ورکړو، تل به د هیله مندۍ او بحران ترمنځ په کشمکش کې اوسېږو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې د لمانځلو پرمهال یوازې د آزادۍ پر څلي د ګلانو ګېډې کېښودل شوې

درېیمه او تر ټولو غوره لار، ملي وحدت دی، چې یوازې او یوازې د اساسي قانون په شعوري تطبیق ترلاسه کېدای شي. اساسي قانون د دولت او ملت وجایب او حقوق تعیین کړي دي. اساسي قانون د قدرت سیالي، چې تل د جانشینانو ترمنځ د کشمکش لامل وه، مهار کړې او د ولس د ارادې تطبیق ته یې لاره هواره کړې ده. د ولس په اراده ولاړ قانونمند دولت به ولس ته د حساب ورکولو پر اصل ولاړ وي.''

په پای کې ولسمشر پر افغانانو غږ وکړ، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، لکه هرڅوک چې د خپل کور د ساتنې او ابادۍ لپاره کار کوي، باید د خپل هېواد د ساتنې لپاره هم هومره هڅې وکړي.

ورته مطالب