افغانستان د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه ولمانځله

د انځور حقوق AFP
Image caption دغو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت ګڼ چارواکي ورغلي وو، خو ولسمشر غني د ګلانو اېښودو له مراسمو وروسته د غازي امان الله له لور شهزادګۍ هندیې سره وکتل.

د افغانستان د خپلواکۍ شپږ نویمه کلیزه د دفاع وزارت په انګړ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د ازادۍ پر څلي د ګلانو د ګېډیو په اېښودو ولمانځله.

په دې مراسمو کې ولسمشر غني وینا ونه کړه.

د غازي امان الله خان تاریخي انځورونه

دغو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت ګڼ چارواکي ورغلي وو، خو ولسمشر غني د ګلانو اېښودو له مراسمو وروسته د غازي امان الله له لور شهزادګۍ هندیې او ځینو نورو کسانو سره وکتل.

د آزادۍ څلي ته څېرمه د غازي امان الله خان او نورو پخوانیو مخورو افغان مشرانو انځورونه اېښودل شوي وو.

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال حکومت هر کال دغه ورځ په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په ځانګړو پوځي مراسمو لمانځله.

خو په ۲۰۰۸ کال، د ''مجاهدینو د بریا'' په پلمه جوړو شویو مراسمو د طالبانو له برید وروسته امنیتي اندېښنې ډېرې شوې، او دا ډول مراسم یوازې د دفاع وزارت انګړ کې د آزادۍ پر څلي د ګلانو د ګېډیو پر اېښودلو پورې محدود شول.

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له تېرو کلونو څخه ډېر توپیر درلود، د کابل ښار په واټونو کې څراغونه، بېرغونه او د مبارکۍ پیغامونه نه لیدل کېږي، خو امنیتي کمربندونه ډېر شوي وو.

د انځور حقوق
Image caption غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال اعلان وکړ، ''زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.''

افغان حکومت دا ورځ یوازې د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د کلکو امنیتي تدبیرونو په نیولو سره په پیکه ډول ولمانځله.

له نن څخه پوره شپږ نوي کاله وړاندې افغانانو د پاچا امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ – بريتانيا څخه د خپل هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال اعلان وکړ، ''زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.''

له کلونو کلونو د زمري /اسد ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو لمانځل کېده.

د انځور حقوق
Image caption سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له تېرو کلونو څخه ډېر توپیر درلود، د کابل ښار په واټونو کې څراغونه، بېرغونه او د مبارکۍ پیغامونه نه لیدل کېږي، خو امنیتي کمربندونه ډېر شوي وو.

خو سږکال په خواله رسنيو او ځانګړي ډول فېسبوک کې افغان وګړو د انځورونو، شعرونو او پيغامو په خپرولو سره دا ورځ د بلې هرې ورځې په پرتله په پراخه کچه لمانځلې ده او لا يې لمانځي.

ورته مطالب