'له ایرانه افغان کډوال یوازې پخپله خوښه ستنېدلی شي'

د انځور حقوق jupiter still
Image caption دا مهال په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له هغې ډلي یو ملیون يې د اوسېدو قانوني سندونه لري او یو ملیون يې په غیر قانوني ډول هلته اوسیږي.

ایران له افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ادارې یا یو این ایچ سي آر سره موافقه کړې ټول قانوني یا غیر قانوني افغان کډوال به یوازي په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستنول کېږي.

افغانستان، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په ایران کې د افغان کډوالو د راستنېدو او د هغوی د ستونزو په اړه په کابل کي درې اړخیزه غونډه درلوده او ایران پکې پر دې سلا شو، چې په ایران کې د ټولو غیر قانوني کډوالو لپاره به د اوسېدو قانوني سندونه جوړیږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرائت بي بي سي ته وویل، په ایران کې د افغاني کډوالو د اعدامونو او سزاګانو د سپکولو په اړه هم بحثونه شوي دي.

ده وویل:"د افغاني بندیانو، مجرمینو اوتورنو کسانو په اړه هم بحث وسو، چې څنګه د دوی سزاګانې کمې شي. په دې اړه یو قضايي کمېټه د افغانستان د دولت په کچه جوړه شوې او دغې کمېټې ته دغه دنده وسپارل شوه.

په کابل کې د افغانستان، ایران او ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې په ګډون د درې اړخېزې غونډې د لاسته را وړنې په اړه ښاغلي جرائت وویل:"د دې غونډې لاسته راوړنه دا ده چې له ایران څخه به ټول افغان کډوال به پخپله خوښه هېواد ته راستنول کېږي که قانوني اسناد لري او که نه، او پر دې موضوع باندې ټنګار وشو."

له افغانستان نه بهر بله ستونزه د افغان وګړو ناقانونه تګ دی، چې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونو ته ځي.

د دې ستونزې په اړه ښاغلی جرائت وايي، چې په ایران کې به ټول افغان کډوالو ته چې په ناقانونه ډول ژوند کوي قانوني سند ورکړلی شي.

"دویمه موضوع داوه چې ټول افغاني کډوال چې په ایران کې په غیر قانوني ډول ژوند کوي، هغوي ته به قانوني سندونه جوړیږي او شتون به يې قانوني کېږي. دې کار لپاره یوه کمېټه په کار ګمارل شوې، چې خپله وړاندیزونه وړاندې کړي."

دا مهال په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له هغې ډلې یو میلیون يې د اوسېدو قانوني سندونه لري او یو میلیون يې په غیر قانوني ډول هلته اوسېږي.

ورته مطالب