ظاهر طنین کوسووا کې د م. م ځانګړی استازی ټاکل شوی

ظاهر طنین د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ظاهر طنین وړاندې د یوه شنونکي، او له ۱۹۹۵ کال نه تر ۲۰۰۶ پورې په بي بي سي نړیوال سرویس کې پروډیوسر او اېډېټر په توګه کار کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په دغه سازمان کې د افغانستان دایمي استازی ظاهر طنین د کوسووا لپاره د خپل ځانګړي استازي او هلته د ملګرو ملتونو د موقت اداري ماموریت د مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی طنین به د ښاغلی فرید ظریف ځای ناستی وي، چې د ماموریت دوره یې د روان اګست پر ۳۱مه پای ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی ظریف پخپل ماموریت کې د یوه بریالي او په کار پوه دیپلومات په توګه ستایلی، چې وايي د کوسووا په کړکېچن سیاسي وضعیت کې یې خپله اداره په ښه توګه سمبال کړې ده.

ښاغلی ظریف په لایبریا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.

د ملګرو ملتونو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ظاهر طنین له ۲۰۰۶ کال راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه کار کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، ښاغلي طنین د خپل کار په موده کې ورسپارل شوي ماموریتونه د خپلې وړتیا پربنسټ په سمه توګه سرته رسولي دي.

ظاهر طنین وړاندې د یوه شنونکي، او له ۱۹۹۵ کال نه تر ۲۰۰۶ پورې په بي بي سي نړیوال سرویس کې پروډیوسر او اېډېټر په توګه کار کړی.

نوموړی د لندن د اقتصاد ښوونځي کې د نړیوالو اړیکو برخې د څېړنې برخه کې هم کې کار کړی او له ۱۹۹۴ کال نه تر ۱۹۹۶ پورې یې د لندن پوهنتون د سیاسي علومو برخه کې هم تجربه ترلاسه کړې ده.

ښاغلی طنین د کابل له طب پوهنتون نه په ۱۹۸۰ کال فارغ شوی.

نوموړی په ۱۹۵۶ کال زیږېدلی او دوه ماشومان لري.