د فاریاب عملیات، د جګړې د لومړۍ کرښې د کلیوالو سیمو وضعیت

چورلکې ته ور وختو او خپل سفر مو پيل کړ. په موږ کې ځینو د اوړي نري کالي اغوستي وو. خو چورلکې لا په هوا کې څو شېبې نه وې تېرې کړې چې د دوی هم ساړه وشو.

د چورلکې تېز باد هم راباندې لګېد. د ځینو خبریالانو ګګر سرونه او ګډوډ حالت مې چې ولید نو د خپل هېواد بده ورځ مې سترګو ته ودرېده.

په موږ کې هغه چې په لومړي ځل یې په چورلکه کې سفر کاوه، یو څه بېرېدلي وو. پر دې ماشین یې ډېر اعتبار نه درلود.

تر دوه ساعته سفر وروسته د جمعې د سهار پر نهو بجو د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ ته ورسېدو. اوس نو پوځي سیمې ته داخل شوي وو.

چارواکو مو هرکلی وکړ او یو مېلمستون ته یې بوتلو. دا د قیصر ولسوالۍ مرکز و. تر یوه میاشت وړاندې دا سیمه د طالبانو لخوا تر جدي ګواښ لاندې وه، او آن د سقوط خبرې یې کېدې. خو وسله والو له سیمې تېښده کړې وه، او ځایي خلک دومره په وېره کې نه وو.

په پارلمان کې د سیمې یو وکیل نقیب الله فایق د امنیتي وضع په اړه مالومات راکړل. ټاکل شوې وه چې خبریالان هغه سیمې وګوري چې له طالبانو پاکې شوي دي، او د جګړې له لومړۍ کرښې هم رسنیو ته رپوټونه ورکړي.

موږ یې د ارکلیک سیمې ته بوتلو، چېرته چې تر درییو کلونو د طالبانو سپین بیرغونه را ځوړند وو. همدا سیمه کې جګړې د قوماندې مرکز و.

جنرال عبدالرشید دوستم له همدې ځایه جګړه پر مخ بېوله، او وسله وال طالبانو یې غرونو ته په شا تمبولي وو. دلته د امنیتي ځواکونو ترمنځ ځایي ولسي ملیشې هم تر سترګو کېدې.

په سیمه کې بشپړه چوپتیا وه. آن د مارغانو غږونه هم نه اورېدل کېدل. داسې ښکارېده چې دوی هم د ټوپک او توپونو ډزو وېرولي او له سیمې کوچېدلي.

تر هغه وروسته د زیارت ګاه کلي پر لور روان شوو. نقیب الله فایق پر لار راته هغه سیمې هم وښودې چې پکې ځمکه ښویېدلې وه.

دا یې هم راته وویل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په همدې سیمه کې ۱۵ ماینونه خوسنا کړي وو. خو لا هم په سیمه کې ماینونه وو، نو باید هر ګام مو په پام اخیستی وای. خون مو پر خپله غاړه و.

ورپسې د غورې کلي ته ورسېدو. وګړي یې ایماق او په فارسي یې خبرې کولې. ټانکونه او زغره وال موټر تر سترګو کېدل. یو سپین ږیری له څو ماشومانو سره د دېوال سیوري ته ناست و.

په سترګو کې یې حیرانتیا او پر شونډو یې موسکا وه. راته یې وویل چې نه له طالبانو سره دی او نه له دولت سره. د سیمې نورو خلکو هم راته د خپلې بدې ورځې کېسه وکړه. ویل یې، په زور ترې عشر او زکات اخیستل کېده. سړکونه او کورونه خام وو. دا د بې وزله خلکو سیمه وه.

له غورې هم ور تېر شوو او د شاخ بازار ته ورسېدو. همدا څو ورځې وړاندې هم طالبان دلته ګرځېدل. د تېرې ورځې جګړې راهیسې په سیمه کې ګڼه ګوڼه نه وه.

هېڅوک نه تر سترګو کېدل. د سیمې یو اوسېدونکي راته وویل، دلته د مخدره توکو او وسلو بازار ګرم و. چا ډېرې خبرې نه کولې.

وېرېدل چې که طالبان بېرته راستانه شي نو څه به کېږي. هم یې له طالبانو او هم له سیمه ییزو ملیشو ګېله کوله چې چور او تالان یې کړی.

څو شېبې وروسته یې یو رستورانت ته بوتلو. تېره شپه هم دا ځای د طالبانو مرکز و. راته وویل شول چې یو ځانمرګی بازار ته را د ننه شوی، نو باید چې له دې ځایه بهر را ونه ووځو.

څلور ساعته په همدې کوټه کې ناست وو، او په ډېر کم واټن کې جګړه روانه وه. تر څلورو ساعتونو وروسته یې راته وویل، د جنرال دوستم لیدو ته ورځو.

هېڅوک نه پوهېدل چې اوس به څه کېږي. یو ځل بیا د قیصار پر لور روان شوو. بیا د خواجه کېنتي پر لور وخوځېدو.

پر لار یوې قرارګاه ته را ورسېدو. پام مې شو چې جنرال دوستم پخپله همدلته ناست دی او خپل ځواکونه له همدې ځایه د غورماچ پر لور لېږي. له خبریالانو سره یې خبرې وکړې.

Image caption جنرال دوستم څوارلس کاله د جګړې له ډګره ليرې و. خو اوس یې بېرته ورته را دانګلي دي

راته یې وویل، پاکستان په دې جګړه کې لاس لري، او پر موږ یې را تپلې ده. آن دا یې هم وویل چې پاکستان په افغان حکومت کې د ننه هم جاسوسان او پلویان لري.

جنرال دوستم څوارلس کاله د جګړې له ډګره ليرې و. خو اوس یې بېرته ورته را دانګلي دي. له خبریالانو یې په ټوکو وپوښتل چې د شاخ له بازاره یې غالۍ واخیستې او که نه.

ورته مو وویل چې بازار تړلی و. په موسکا یې وویل، زنګ به مو راته وهلی وای، ورته به مې ویلي وای چې ستاسې لپاره بازار پرانیزي.

شېبه وروسته د شپې ډوډۍ را ورسېده. نس چې موړ شو نو د رپوت پر جوړولو لګیا شوو. خو څو شېبې وروسته جنرال دوستم بیا راڅرګند شو.

رانه یې وپوښتل چې قطعه بازي کوئ؟ موږ ورته وویل چې نه جنرال صایب، موږ باید رپوټ چمتو کړو. ویل یې، خوښه مو، که مو قطعه بازۍ ته زړه کېږي نو موږ هم ورسره بلد یو.

ورته مطالب