د مشرۍ پر سر د طالبانو د لانجې د آوارۍ لپاره نوې شورا جوړه شوې

د طالبانو د عالمانو یوې شورا د دې ډلې د مشرتابه پر سر د رامنځته شوې لانجې د حل لپاره پرون یوه غونډه پیل کړې.

د دې شورا مشر مولوي احمد بي بي سي ته وویل، دوی له دواړو لوریو د واک ورکولو غوښتنه کړې ده.

د مولوي احمد په وینا د ملااخترمحمد منصور مخالفې ډلې نوې غوره شوې شورا ته بشپړ واک ورکړی دی.

د منصور دادالله او معتصم آغاجان په ګډون د طالبانو ډېرو وتلو څېرو هم له خپل لوري نوې شورا ته د ځان په استازيتوب د پرېکړې کولو اختیار ورکړی دی.

خو ښاغلی احمد وايي دوی تر اوسه د ملا اختر محمد منصور ځواب ته په تمه دي.

بل لور ته ملااخترمحمد منصور وخت غوښتی چې له خپلو پلویانو سره مشوره وکړي.

ښاغلی احمد د طالبانو ترمنځ په اوسني وضعیت اندېښنه څرګندوي.

یوې بلې طالب سرچېنې بي بي سي ته وویل چې دوی له افغانستانه عالمان وربللي او هڅه کوي چې د اختلاف لرونکو ډلو ترمنځ په جوړجاړي کې دوی ته هم برخه ورکړي.

پاکستاني دیني عالمانو هم چې له افغان طالبانو سره خواخوږي لري د طالبانو ترمنځ د اختلاف د آوارۍ لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

طالب چارواکو د دې غونډې د ځای ځایګي په اړه بي بي سي ته له څرګندونو ډډه وکړه.

مولوی احمد د طالبانو د یوه پخواني پېژندل شوي مشر، ملارباني ورور دی. ملارباني د طالبانو د هغې شورا مشر ؤ چې د کابل له نیولو وروسته یې جوړه کړه.

د انځور حقوق AFP

تر دې وړاندې د طالبانو د مشر په توګه د ملااخترمحمد منصور له ټاکل کېدو وروسته د دغې ډلې وتلي قومندان منصور دادالله د طالبانو ترمنځ د احتمالي جګړو په اړه خبر داری ورکړی ؤ.

ورته مطالب