د جمعې او شنبې ورځو د رخصتۍ طرح وزیرانو شورا تایید کړه

Image caption د جمعې ترڅنګ د پنجشنبې ورځ له دې کبله رخصتي اعلان شوه چې په کابل کې د هوا د ککړتيا کچه را کمه شي

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د وزيرانو شورا هغه طرحه چې د اوونۍ رخصتۍ دې د جمعې او شنبې ورځې وي تاييد کړې ده.

چارواکي وايي دا طرحه يې د دې لپاره د وزيرانو شورا ته وړاندې کړې وه، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره يې رخصتي سمون وخوري او راکړه ورکړه کې ځنډ را نه شي.

د دغه وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي دا به هغه مهال عملي بڼه غوره کوي، چې تقنيني فرمان صادر شي.

ښاغلی مومند وايي دا دوه ورځې رخصتي به نه يوازې په پلازمېنه کابل بلکې په درست افغانستان کې وي:

'په پرنسپ کې د جمعې او شنبې ورځو رخصتي پرېکړه تایید شوه. د عدلیې، مالیې او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ته یې دنده وسپارله، چې تاسې به د دې تقنیني فرمان جوړوئ او وروسته له هغه چې دغه تقنیني فرمان جوړ شي، ولمسشر به یې لاسلیک کړي.'

د نوموړي په وینا که افغانستان کې د پنجشنبې او جمعې ورځو رخصتي وشي، افغانستان به له نړیوال بازار سره څلور ورځې اړیکه و نه لري.

وايي له نړیوال بازار نه دغه لرې والی د سوداګرو او پانګوالو لپاره یوه ستونزه ده، چې د راکړې ورکړې په برخه کې رامنځته کېږي.

د نوموړي په وینا د دې لپاره چې له نړیوال اقتصاد نه وروسته پاتې نه شي او د نړیوال بازار له کاري ورځو سره زموږ کاري ورځې هم سمون ومومي مناسبه دا ده، چې د جمعې او شنبې په ورځو رخصتي د ټول هېواد په کچه وشي.

شاوخوا پنځه کاله مخکې کې یوازې پلازمېنه کابل کې د جمعې ترڅنګ د پنجشنبې ورځ له دې کبله رخصتي اعلان شوه چې په کابل کې د هوا د ککړتيا کچه را کمه شي .

هغه مهال د چاپېريال ساتنې ادارې ویلي و، د دوی ارزونې ښيي چې د نورو ورځو په پرتله د پنجشبې په ورځ د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې د هوا د ککړتیا کچه، له شلو تر ۲۵ سلنې کمه شوې ده

د افغانستان حکومت دېته ورته طرحه له هغه مخکې د هغه مهال پارلمان ته هم د تصويب لپاره لېږلې وه، چې هغه مهال له مخالفتونو سره مخامخ شوه.