۲۶ تورن شرکتونه تدارکاتي تړونونه 'نه شي' اخیستی

د انځور حقوق

د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي، په فساد تورن ۲۶ شرکتونه يې له عامه تدارکاتي قراردادونو بې برخې کړي او مشران يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

کابل کې زموږ همکار احمد شاه انګار پخپل راپور کې کوايي، د نوي افغان حکومت له جوړېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په لویو دولتي تړونونو کې د فساد د مخنیوي، د ډېرو پيسو د لګولو او د پيسو د سپما لپاره دغه نوې اداره جوړه کړه او پخپله په مستقیم ډول د تدارکاتو بهیر څاري او ټولې غونډې یې خپله رهبري کوي.

د دې ادارې اصلي غړی خپله ولسمشر، اجرائیه مشر او د ولسمشر دویم مرستیال دي.

د افغانستان د ملی تدارکاتو ادارې پخپلو ۱۹ غونډو کې په امنیتي ادارو پورې تړلې ۲۳۰ پروژې د ۴۸ میلیارده افغانیو په ارزښت تصویب کړي دي.

د یادې د دارې مشر یما یاري په وینا په دې وروستۍ غونډه کې ۱۱ قراردادونه وڅېړل شول، دغه قراردادونه په دفاع وزارت، ملي امنیت ادارې، پوهنې وزارت، برېښنا شرکت، ټولګټو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او د لوړو زده کړو وزارتونو پورې اړوند دي.

ښاغلی یاري وایي،‎ د دغه کمیسیون په جوړېدو سره په قراردادونو کې ډېر بدلون راغلی چې په وینا یې د فساد په مخنیوي کې یې غوره رول لوبولی دی.

دی وايي تر دا مهاله ۴۷ شرکتونه موږ ارزولي او ۲۶ په فساد تورن شرکتونه په عامه تدارکاتي تړونونو کې له برخه اخیستلو نه محروم شوي او ۱۲ نور لاهم ارزول کېږي:

''شاوخوا ۴۷ شرکتونه چې په تدارکاتي سندونو کې يې سرغړونې لیدل شوې، زموږ تر ارزونې لاندې دي. له دې ډلې ۲۶ شرکتونه له قراردادونو اخيستو محروم شوي. معنا دا چې د بانکي سټېټمنټ په ګډون يې ځينې اسناد جعلي و او د پخوانیو قراردادونو په اړه يې ناسم معلومات ورکړي وو. یا يې د بل چا قرارداد په خپل نوم په تدارکاتي دوسیه کې وړاندې کړی و. کله چې دا ډول موضوعات پيدا کېږي د هغه بانکي تضمين باور له منځه ځي چې د داوطلبۍ پر مهال يې وړاندې کړی و. شرکت يې له یوه څخه تر ۵ کلونو پورې له عامه تدارکاتي قراردادنو څخه محرومېږي او خپله شرکت او مسؤولین يې څارنوالۍ ته معرفي کېږي. تر اوسه ۲۶ شرکتونه معرفي شوي دي.''

له دې وړاندې کوچني قراردادونه د اړوندو وزارتونو له خوا کېدل او لوی تړونونه بیا په ماليې وزارت کې د تدارکاتو د یوې ځانکړې کمېټې لخوا څېړل کېدل، چې له اعلانه وروسته قراردادونه لاسلیکېدل.

ورته مطالب