د افغان ښوونکو په استخدام کې د فساد شتوالي ادعا شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption په راپور کې ویل شوي، ډېری افغان ښوونکي چې په دندو ګومارل شوي، مسلک یې په پام کې نه دی نیول شوی

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه وايي، د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګومارنې په پروسه کې پراخ فساد موجود دی.

د دغه بنسټ چارواکي وایي، د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې د اړتیا له ارزونې نیولې تر ازموینې اخیستو او ګومارنې پورې فساد موجود دی.

سید ولي ناصر په خپل رپوټ کې کاږي، چې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې کمیټې پرون اګست ۲۲ مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې ډېری وخت د ښوونکو بستونه د ملي او ولایتي شورا د وکیلانو او د پوهنې وزارت اړوند چارواکو تر منځ وېشل کېږي.

دغې کمېټې د افغانستان په ښوونیز سیستم کې د ادارې فساد په اړه یو رپوټ خپور کړی دی. دغه رپوټ یې په څلورو میاشتو کې بشپړ کړی او پر کابل سربېره یې په هرات، بلخ، ننګرهار، لغمان او بدخشان ولایتونو کې د پوهنې وزارت له مسوولانو سره خبرې کړې دي.

د فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ادارې د دارلانشا مشر احمد رشاد بهروز وایي، هغه کمېټه چې ښوونکي ګوماري په خپله په فساد کې ښکېله ده:

Image caption تر اوسه د دغو بنسټونو څېړنې له موږ سره رسماً نه دي شریکې شوې خو هره موندنه او څېړنه چې پر شواهدو ولاړه وي او له پوهنې وزارت سره د فساد په مخنیوي کې مرسته وکړي، موږ یې هر کلی کوو کبیر حقمل

' د ښوونکو د ګومارنې په پروسه کې ډېر ارګانونه ښکېل دي، خو په ټوله کې یوه کمېټه شته چې د ګومارنې مسوولیت ور له غاړې دی. دغه کمېټه د پوهنې له وزارت، بشر حقونو د کمېسیون، د ولایت مقام او اداري اصلاحاتو د کمېسیون له غړو جوړه ده، خو په حقیقیت کې دا یو سمبولیک جوړښت دی. د پوهنې په وزارت کې د ښوونکو اصلي استخدام د واسطې او زور له لارې تر سره کېږي.'

د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې د فساد د تایید او رد په اړه څه نه وايي او زیاتوي چې د پوهنې په وزارت کې د فساد په اړه پر شواهدو ولاړې موندنې هر کلی کوي.

د یاد وزارت ویاند کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، تر اوسه د یادو مدني بنسټونو موندنې له دوی سره نه دي شریکې شوې:

' تر اوسه د دغو بنسټونو څېړنې له موږ سره رسماً نه دي شریکې شوې، خو هره موندنه او څېړنه چې پر شواهدو ولاړه وي او له پوهنې وزارت سره د فساد په مخنیوي کې مرسته وکړي، موږ یې هر کلی کوو او د پوهنې وزارت به یې په اړه لاس په کار شي.'

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه داسې مهال د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې د اداري فساد خبره کوي چې د شنبې په ورځ د افغانستان د څېړونکو شبکې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې ښوونکي تر ډېره له خپلو حقونو بې برخې دي او په ښوونځیو کې د درس ور کولو انګېزه نه لري.

په راپور کې ویل شوي، ډېری افغان ښوونکي چې په دندو ګومارل شوي، مسلک یې په پام کې نه دی نیول شوی یا یې هم علمي کچه ټيټه ده.