'کندوز کې د منځنۍ آسیا لپاره د جندالله مشر وژل شوی'

د انځور حقوق AP
Image caption د کندوز والي محمد عمر صافی وايي، په برید کې د حذیفه په ګډون د جندالله ډلې شپږ مهم کسان وژل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، د منځنۍ آسیا لپاره د جندالله ډلې مشر د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

ددغې ادارې له لوري په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په کندوز ولایت کې وژل شوی دی.

ویناپاڼه زیاتوي: 'ابو حذیفه نن (دوشنبې) د مازدیګر په څلورنیمو بجو د کندوزو په چهاردرې ولسوالۍ کې د عمار په نامه له خپل یوه مرستیال او ددغې ډلې له درو نورو جګپوړو غړو سره ووژل شو. نوموړی په کندوزو ولایت کې د امنیتي ځواکونو پروړاندې جګړه کې له مخکښو جنګیالیو څخه و.''

د افغانستان ملي امنیت وايي، دغه برید ددوی د معلوماتو پربنسټ شوی دی.

د کندوز والي محمد عمر صافی وايي، په برید کې د حذیفه په ګډون د جندالله ډلې شپږ مهم کسان وژل شوي.

نوموړی زیاتوي، د جندالله ډلې دغه غړي د چهاردرې ولسوالۍ په پل رحمت سیمه کې هغه مهال د بې پیلوټه الوتکې له لوري په نښه شوي، چې د بریدونو لپاره سره راغونډ شوي وو.

جندالله ډله په کندوز کې د طالبانو په امر فعالیت لري او غلام حضرت (ابو حذیفه) یې په دې ولایت کې مشري کوله.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب