افغانستان ته د نوري فایبر د پرې کېدو بدیلې لارې چارې

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې دولتي او شخصي مخابراتي شرکتونه تر ډېره د انټرنېټ کارولو لپاره له نوري فایبر نه کار اخلي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، تازه یې داسې لارې چارې لټولي که د نوري فایبر کيبل له یوه هېواد سره پرې کیږي، د نورو هېوادونو له لارې د اړتیا وړ انټرنېټ پوره کولای شي.

افغانستان له خپلو۵ ګاونډیو هېوادونو سره د نوري فایبر د انټرنیټ په مټ تړل شوی دی. تېره میاشت په ننګرهار کې د اورپکو له خوا په چاودېدونکو توکو د نوري فایبر کیبل پرې شوی و چې په پلازمېنه کابل او ځینو نورو لایتونو کې یې انټرنیټي ستونزې پيدا کړې وې.

په افغانستان کې ډېری انټرنېټ کاروونکي له نوري فایبر نه کار اخلي، خو له پڅې چټکتیا یې سر ټکوي.

حفیظ الله معروف په دې اړه رپوټ لري.

وروسته له هغه چې تېره میاشت په ننګرهار کې وسله والو د نوري فایبر مزي پرې کړل او په کابل او ځینو نورو سیمو کې خلک د انټرنېټ له نشتوالي او یا کم سر عت سره مخامخ کړل، مخابراتو وزارت اوس د دغه ډول ستونزو د حل لپاره نوي لارې چارې لټولې دي.

مرستیال وزیر بریالی حسام وايي، داسې نوي وسایل یې د افغانستان په جنوب، شمال او ختیځ کې نصب کړي که د نوري فابیر کیبل له کوم هېواد سره پرې کیږي، له بل ګاونډي هېواده یې انټرنیټ پوره کولای شي:

''موږ اړین وسایل په سرحدونو کې نصب کړي دي، که چېرې د انټرنېټ مزی په یو سرحد کې پرې کېږي، د دغو وسایلو په مټ د اړتیا وړ اندازه انټرنېټ له بل سرحده پور کولای شو.''

افغانستان له چين پرته له نور ۵ ګاونډیو هېوادونو- پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د نوري فایبر د انټرنېټ په مټ تړلی شوی دی. د نوري فایبر پر پروژې نژدې ۸۷ میلیونه ډالره لګښت شوی، خو کاروونکي يې له پڅې چټکتیا شکایت کوي.

په کابل کې نېټ کارونکي د انټرنېټ له سرعت نه راضي نه دي او وايي د نېټ د چټکتیا په اړه د حکومت ژمنې عملي شوې نه دي.

له۲۴ کلن فرهاد سره د کابل په يوې نېټ کېفۍ کې وغږېدم. هغه وايي: ''هره ورځ راځم او دوه ساعت مې خپل وخت او پیسې مصرفوم، خو د نېټ سرعت دومر پڅ دی، چې زما ضرورت نه شي پوره کولای.''

خو دا یوازې په کابل کې د انټرنېټ کاروونکي نه دي چې د انټرنېټ له کم سرعت نه سر نه ټکوي. په ولایتو کې د ځینو په باورو حالت له دې هم بدتر دی.

د لغمان اوسېدونکی حشمت الله وايي:'' هره میاشت درې جي بي انټرنېټ اخلم، خو د نېټ پڅ سرعت له وجهې یو جي بي یې هم نه شم کارولی.''

په افغانستان کې دولتي او شخصي مخابراتي شرکتونه تر ډېره د انټرنېټ کارولو لپاره له نوري فایبر نه کار اخلي.

د انځور حقوق
Image caption د مخابراتو وزارت وايي له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې مخابراتي شرکتونو د سرغړونو په جرم په میلیونونه افغانۍ جریمه کړي دي.

د نوري فابیر اصلي سرمرکزونه په امریکا، جرمني، چین او ځینو نورو هېوادونو کې دي او تر سمندر لاندې کیبلونو له لارې افغانستان ته هم راغلي هم دي.

خو پوښتنه دا ده چې د نوري فایبر له کارولو سره سره، ولې بیا هم په ډېرو سیمو کې د انټرنېټ سرعت پڅ دی او وزارت یې د حل لپاره څه کړي دي؟

ښاغلي حسام یې ځواب وايي ''ځینې انټرنېټ وړاندې کوونکي شرکتونه د نېټ په وېشلو کې ناقانونه کارونه کوي، د بېلګې په ډول د لسو کسانو لپاره ټاکل شوی اندازه نېټ د سلو کسانو لپاره وېشي نو ځکه د نېټ سرعت هم ټیټ شي.''

د مخابراتو وزارت وايي له تېرو دریو میاشتو راهیسې یې مخابراتي شرکتونو د سرغړونو په جرم په میلیونونه افغانۍ جریمه کړي دي.

دغه وزارت تمه لري چې په راتلونکو کلونو له نوري نه د نورې نړۍ په څېر په تلویزوني، وېډيو کنفرانسونو او نورو برخو کې کار واخلي.

په افغانستان کې د نوري فایبر د مزو د غځولو لړۍ نژدې اته کاله مخکې پیل شوې، خو ځینې سیمو ته لا هم د نا امنیو له امله کیبل نه دی غځول شوی.

د انځور حقوق
Image caption د نوري فایبر اصلي سرمرکزونه په امریکا، جرمني، چین او ځینو نورو هېوادونو کې دي او تر سمندر لاندې کیبلونو له لارې افغانستان ته هم راغلي هم دي.

ورته مطالب