د هلمند 'زرغون پر آبي' برید کې د ناټو دوه پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption د ناټو ځواکونو ډېری پوځيان تېر کال له افغانستان نه ووتل، خو کم شمېر یې پاتې دي.

بي بي سي ته ویل شوي، چې د افغان پوځ په یونیفورم کې دوو کسانو هلمند کې د ناټو پوځيانو پر یوه موټر ډزې کړې او دوه پوځيان یې پکې وژلي دي.

برید د هلمند په یوه پوځي اډه کې شوی. د وژل شویو بهرنیو پوځیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د ایتلافي ځواکونو یوه ویاند ویلي، پېښه د چارشنبې په ورځ د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې شوې ده. په متقابلو ډزو کې برید کوونکي هم وژل شوي.

ناټو دا پېښه ''ګرین آن بلو'' [زرغون پر آبي] برید بللی، چې معمولاً له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر بهرنیو ځواکونو د افغان پوځیانو یا پولیسو له لوري برید ته دا توری کاروي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغې پېښې پړه نه ده منلې.

په دا ډول بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر بهرني پوځيان وژل شوي دي.

ناټو ځواکونو ددا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونیول، خو مخنیوی یې ګران کار دی.

په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو جګړه ییز ماموریت په تېره دسمبر میاشت کې پایته ورسېد، چې ګڼ بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووتل، خو لاهم شاوخوا ۱۳۰۰۰ بهرني پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پاتې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال ګرین د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکا پوځ لوړپوړی وژل شوی جنرال دی

د افغان پوځ په یونیفورم کې پر بهرنیو ځواکونو تر ټولو خونړۍ برید کابل کې د بریتانیا له لوري په تمویلېدونکې پوځي اکاډيمۍ کې و، چې یو امریکایی جنرال د یوه افغان سرتېري په ډزو ووژل شو.

جنرال ګرین د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکا پوځ لوړپوړی وژل شوی جنرال دی.

تر ډېره د ''زرغون پر آبي'' بریدونو د پړې ګوته طالبانو ته نیول کېږي، او په ګڼو پېښو کې له لفظي شخړې وروسته خبره د ماشې تر کش کولو پورې رسېدلې ده.

د انځور حقوق
Image caption ناټو ځواکونو په وروستیو کې 'زرغون پر آبي' بریدونو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونیول

ورته مطالب