مسعود: پر قومي بنسټ جوړ حکومتونه ''نه پاېيږي''

Image caption د ولسمشر غني ځانګړي استازي ټينګار وکړ د ملي حکومت لپاره پکار دا ده چې قومي ټولنې پر ټولنيزو او سياسي ټولنو بدلې کړې

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی احمد ضياء مسعود وايي د ملي يووالي حکومت له قومي هوويت لرونکو دوو سياسي جوړښتونو، جوړ شوی او دا ''خطرناک'' دی.

ښاغلي مسعود وويل هغه حکومتونه چې پر قومي بنسټ جوړ شوي پايښت نه لري او له منځه تللي.

ده په کابل کې د جهادي ګوندونو د همغږۍ شورا د جوړېدو د اعلان مراسمو کې وويل: ''د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې سره له دې چې انتخابات وشول او ټولو په کې ونډه واخيسته، خو د دې پر ځای چې د ملي ټاکنو شاهد واوسو بيا هم واک پر قومي بنسټ ووېشل شو''.

ده ټينګار وکړ چې په هېواد کې قومي اختلافونه د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل ګرځي او حکومت هيله من دی چې د سياسي ګوندونو نژدېوالی وکړای شي اوسنيو ستونزو ته حل لار پيدا کړي.

احمد ضياء مسعود چې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په لومړيو کې د ولسمشرۍ لومړی مرستيال و زياته کړه د نجيب الله، مجاهدينو او طالبانو رژيم واکمنۍ له دې امله له منځه ولاړې چې جوړښت يې قومي و.

ده وويل له طالبانو راوروسته د حامد کرزي په مشرۍ حکومت بنسټ هم د قومي جوړښت د وېش پر بنسټ رامنځته شو، چې وروسته يو شمېر کسان له حکومته ووتل او بې باوري رامنځته شوه.

د ولسمشر غني ځانګړي استازي ټينګار وکړ د ملي حکومت لپاره پکار دا ده چې ''قومي ټولنې پر ټولنيزو او سياسي ټولنو بدلې کړې.''

د جهادي ګوندونو د همغږۍ شورا

احمد ضياء مسعود دغه څرکندونې (پنجشنبه، ۲۷ اګست) د جهادي ګوندونو د همغږۍ شورا په هغو مراسمو کې وکړې چې يو شمېر مهمو جهادي څېرو په کې ګډون کړی و او د شورا د موجوديت اعلان يې وکړ.

جهادي مشر او د افغانستان پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د مراسمو ګډونوالو ته وويل چې د ګوندونو د همغږۍ شورا د جوړېدو هدف له اداري فساد سره مبارزه او په هېواد کې د سولې او امنيت راوستل دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د ملي يووالي حکومت چې مشري يې اشرف غني کوي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړتوب رامنځته شو

ده وويل د ملي يووالي حکومت ښه کارونه هم کړي، خو ځينې تېروتنې هم لري چې سمولو ته اړتيا لري.

ښاغلي مجددي له ټولو جهادي ډلو وغوښتل چې له دغې نوې جوړې شوې شورا سره يو ځای شي.

د جهادي ګوندونو د همغږۍ شورا له اتو لویو سياسي ګوندونو چې مشري يې جهادي مشران کوي جوړه ده.

د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ دويم مرستيال او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کريم خليلي وويل: اوسنيو ننګونو ته په کتو يې دا وپتېيله داسې يو خوځښت رامنځته کړي، چې له قوم، ګوند، توکم نه پورته وي او ملي وي.''

ده وويل دا شورا خپلواکه ده او په هېڅ هېواد او حکومت پورې تړلې نه ده.

ښاغلي خليلي زياته کړه دغه شورا د ملي يووالي حکومت په خوا کې ولاړه ده، خو هغه مهال چې حکومت تېروتنه کوي او يا اساسي قانون تر پښو لاندې کوي، نيوکې به پرې کوي.

تر دې وړاندې د جهادي مشر عبد رب الرسول سياف په ګډون يو شمېر جهادي مشرانو پر حکومت نيوکې کړې، چې ګواکې په حکومت کې د جهادي مشرانو رول پيکه دی.

ورته مطالب