'د موسی کلا بېرته نیولو عملیات پیل شوي'

د انځور حقوق Getty

د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو سرتېري له افغان ځواکونو سره یوځای شوي چې د هلمند د موسي کلا ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیسي.

د عملیاتو په ترڅ کې هوايي بریدونه هم ترسره شوي.

د چهارشنبه په ورځ د موسي کلا ولسوالۍ وروسته له ۲۰۰۷ کال د لومړي ځل لپاره د طالبانو تر ولکې لاندې راغله.

د رویترز خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت له قوله لیکي چې افغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۵۰ طالبان وژلي. بله خوا د افغان ځواکونو شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د یاد وزارت مرستیال د روانو عملیاتو لپاره هلمند ولایت ته تللی دی.

د طالبانو له خوا د اوسنیو عملیاتو په اړه جزئیات په لاس کې نشته خو تر وړاندې په یوې خبرپاڼې کې یې لیکلي ول چې پر موسی کلا د برید پر مهال یې د افغان پوځ او پولیسو ۴۰ کسان وژلي.

د ناټو ځواکونو ویلي د دې تر څنګ چې د ناټو سرتېري له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې مرسته کوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکايي الوتکو پر موسی کلا نهه ځلې بمباري کړې.

وروسته له دې چې تېره میاشت د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینې خبر خپور شو، د سولې د بهیر له بریالیتوبه تمې وشلېدې. په تېره بیا وروسته له دې چې طالبانو پر پلازمینې کابل او نورو سیمو خونړي بریدونه وکړل او اوس د موسی کلا مساله د خبرو اترو بهیر منحرف کولی شي.