ستانکزی: له طالبانو پرته له بلې هېڅ ډلې سره خبرې نه غواړو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي هغه خبره رد کړې چې ګواکې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د قدرت خلا رامنځ ته شوې.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي ستانکزي منلې چې هېواد کې وروستیو ځانمرګو او نورو بریدونو افغان امنیتي ځواکونه له سختو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

نوموړي وویل، حکومت له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو په افغانستان کې له بلې هېڅ اورپکې ډلې سره خبرې نه غواړي.

ښاغلي ستانکزي له ګاونډي پاکستان سره پر امنیتي همکاریو هم ټینګار وکړ.

بل خوا، د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د موسی کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ وړمه ورځ له سختو نښتو وروسته تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.

سیمه ییز چارواکي وايي په عملیاتو کې له ځمکنیو ځواکونو او هوايي بریدونو کار اخیستل کېږي.

په دې اړه، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، هوایې او ځمکني عملیات پرون پنجشنبه د غرمې پر یوه بجه پیل شوي دي.

چارواکي مني چې په عملیاتو کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د انځور حقوق
Image caption هلمند په افغانستان کې له ستراتېژیک پلوه یو مهم ولایت ګڼل کېږي.

په دې تړاو یو ځل بیا د هلمند والي ویاند عمر ځواک اورو.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ هم نیولې وه.

Image caption ښاغلي ستانکزي له ګاونډي پاکستان سره پر امنیتي همکاریو هم ټینګار وکړ.

هلمند په افغانستان کې له ستراتېژیک پلوه یو مهم ولایت ګڼل کېږي.

ورته مطالب