د کډوالو ستونزه: په لارۍ کې د وژل شويو په تړاو پنځه کسان نيول شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د تېرې پنجشنې پر ورځ اتريش کې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي په يوه لارۍ موټر کې موندل شوي وو

د هنګري پوليس وايي پنځم کس يې د هغو۷۱ کډوالو په تړوا چې په يوه لارۍ موټر کې يې مړي موندل شوي وو، نيولی دی.

تر اوسه د دې پېښې په تړاو څلور بلغلريايان او يو افغان نيول شوی دی.

د تېرې پنجشنې پر ورځ اتريش کې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي په يوه لارۍ موټر کې موندل شوي وو.

اتريشي پوليسو ويلي وو دغه لارۍ له هنګري پولي سره نژدې درول شوي وه او داسې ښکارېدل چې دغه کسان دوې ورځې وړاندې مړه شوي وي.

د هنګري پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې "دغه پنځم کس يې د شنبې پر ورځ ناوخته مهال د انسانانو د قاچاق کولو او د يادې پېښې په تور نيولی دی"

چارواکي وايي دغه کسان په کوچنۍ کچه د انسانانو په قاچاق کې ښکېل دي او هيله يې ښودلې چې دا به يې د مشرانو په نيولو کې مرسته وکړي.

د شنبې په ورځ تورنو کسانو محکمې ته ويلي وو چې دوی بې ګناه دي.

په همدې مهال جرمني، فرانسې او بريتانيا په اروپا کې د کډوالو د ستونزو د ختمولو په اړه د يوې غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق
Image caption په تېرو څو ورځنو کې په سلګونو کډوال اروپا ته پر لار وژل شوي دي
د انځور حقوق Getty

د يکشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ويلي وو چې "د ځينو هېوادونو نظر د کډوالو په اړه رسوا کوونکی دی."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په سلګونو کډوال اروپا ته پر لار وژل شوي دي.

د اتريش د کورنيو چارو وزير ويلي چې اروپايي ټولنه د کډوالو د تلفاتو د څارنې او د انسانانو د قاچاق وړونکو د فعاليتونو سره د مبارزې لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.

بل خوا د هغو دریو ماشومانو روغتیايي حالت له خطره بهر ښودل شوی چې د اتریش په شمال کې په یوه، کوچني بار وړونکي موټر کې له ۲۶ کډوالو سره موندل شوي وو.

پولیس وویل، ماشومان چې پنځه یا شپږ کاله عمر لري، نژدې بې هوښه شوي وو او له سختې تندې سره مخامخ وو.

د هنګري چارواکي وايي د سربيا سره پر پوله يې څلور متره لوړ اوسپنيز ديوال جوړ کړی چې دا به په غير قانوني ډول تر پولې د کډوالو اوښتل ود روي.