افغان حکومت د موسی کلا بېرته نیولو ادعا کړې

موسي کلا د انځور حقوق epa
Image caption د هلمند د ولایتي شورا چارواکو د تېرې چارشنبې په ورځ (اګست ۲۶مه/وږی ۴مه) هم دا خبر تایید کړی و.

افغان چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د سوېلي هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده.

تر اوسه د طالبانو له لاسونو د موسی کلا د وتلو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ''د ګهیځ شاوخوا درې بجې د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي له دښمن نه پاکه شوه.''

پنځه ورځې وړاندې، د امریکا د هوايي بریدونو او څو ورځنۍ جګړې سربېره، د طالبانو لاسونو ته د موسی کلا د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ د ودانیو د لوېدو خبر ورکړل شو.

د هلمند د ولایتي شورا چارواکو د تېرې چارشنبې په ورځ (اګست ۲۶مه/وږی ۴مه) هم دا خبر تایید کړی و.

یوه ورځ وروسته، د افغانستان ددفاع وزارت چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو او د ناټو سرتېرو په ګډه د موسی کلا د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ویل شوي په دې عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره د ناټو د غوڅ ماموریت په نامه ځواکونو هوايي ملاتړ هم و.

موسی کلا ولسوالي په تېرو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو شاهده وه.

د انځور حقوق epa
Image caption موسي کلا د هلمند تر ټولو پراخ ولسوالي ده، چې نیول یې د وسلوالو طالبانو لپاره ستره بریا بلل کیږي.

هلمند د افغانستان په سوېل کې له نسبتاً نا امنه ولایتونو دی، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، خو په ګڼو سیمو کې یې د حکومت ضد وسله وال مخالفین فعالیت لري.

د افغان وسله وال پوځ لوی درستیز ارکان حرب ډګر جنرال قدیم شاه شهیم او د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي مشر لوی پاسوال محمد سالم احساس د شمالي هلمند د امنیتي وضعیت د مالومالو لپاره هلمند ته تللي.

د هلمند والي میرزا خان رحیمي سیمه ییزو رسنیو ته ویلي وو، ورغلي جګپوړي پلاوي د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره یو ځانګړی پلان جوړ کړی دی.

موسي کلا د هلمند تر ټولو پراخ ولسوالي ده، چې نیول یې د وسلوالو طالبانو لپاره ستره بریا بلل کیږي.

وسله والو طالبانو د موسی کلا او نوزاد په نیولو سره د هلمند نیمایي برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د انځور حقوق c
Image caption وسله والو طالبانو د موسی کلا او نوزاد په نیولو سره د هلمند نیمایي برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

ورته مطالب