افغانستان: ښځې مشرۍ ته د هڅولو یو پروګرام پیل شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption پروګرام یوازې په ټولګي کې پر دړو د لیکلو تر حده محدود نه دی، بلکې دا به عملي پروګرامونه او څېړنیز سیسټم ولري نبیله کوهستانۍ

په افغانستان کې یوې ادارې د افغان مېرمنو تر منځ د مشرتوب د ودې او ښځې مشرۍ ته د هڅولو یو پروګرام پیل کړی دی.

د، ټیټرا ټېک، په نامه د دغې ادارې یوې مسولې، نبیلې کوهستانۍ، د شنبې پر ورځ په جلال اباد کی د دې پروګرام د پرانیستې پر مهال وویل، دوی دغه پروګرام د افغانستان په پنځو لویو ښارونو کابل، هرات، مزار شریف، کندهار او جلال اباد کې د افغانستان د لوړو زده کړو، پوهنې او ښځو چارو له وزارتو سره د یوه ګډ هوکړه لیک پر بنسټ پر مخ بیایی.

' زموږ دوه عمده معیارونه دي، چې یو یې له اتلسو تر دېرشو کلونو پورې عمر دی او دویم هم له دوولسم ټولګي نه فراغت دی. بله دا چې باید فعالې وي او دغه پروګرام ته ژمنتیا ولري. پروګرام یوازې په ټولګي کې پر دړو د لیکلو تر حده محدود نه دی، بلکې دا به عملي پروګرامونه او څېړنیز سیسټم ولري. دغو دریو میاشتو کې به دوی پر ځان دومره باور پیدا کړي، چې یو رهبر یا مشر یې لري.'

د اغلې نبیلې په وینا، د دغه پروګرام له مخې په ټول افغانستان کې، شاوخوا ۲۵ زره نجونې او مېرمنې د پنځو کلونو لپاره د مشرتوب یا لیډرشیپ په برخه کې روزل کېږي.

نوموړې زیاته کړه، د پروګرام په لومړي پړاو کې د دولسمو ټولګیو او یا هم د پوهنتونونو فارغو نجونو ته د شپږو میاشتو لپاره په نظري او عملي ډول زده کړې ورکول کیږي.