د افغان سرتېرو مړي په شخصي امکاناتو لېږدول کېږي

د جګړې په ډګر کې د وژل شویو پوځيانو جسدونه د هغوی تر کورنیو لېږدول د دولت مسوولیت دی، خو ډېر ځلي دولت دغه مسوولیت په سمه توګه نه تر سره کوي.

په دې وروستیو کې د اروزګان د امنیې د سرپرست قومندان جنرال ګلاب خان مړی، چې د دندې پر مهال په مرموز ډول وژل شوی و، په ناڅاپي ډول د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د جګړې له ډګره د وژل شویو پوځیانو د جسدونو لېږدول او کورنیو ته سپارل یې په کاري لومړيتوبونه کې دي.

د اروزګان ولایت د وژل شوي سرپرست امنیه قوماندان جنرال ګلاب خان مړی د روزګان اوسېدونکو تر کابله راووړ.

نوموړی کابو یوه میاشت وړاندې په روزګان کې د دندې پرمهال په مرموز ډول ووژل شو.

د ګلاب خان ښځه وايي چې د مېړه له مړینې یې هغه مهال خبره شوه چې څو کسانو یې د کاله دروازه وټکوله او د ګلاب خان مړی یې ور وسپاره.

وطندوست جنرال

هغه د کورنیو چارو وزارت د ګلاب خان جسد ته په بې احترامۍ تورنوي: ''مېړه مې ډېر وطندوسته جنرال و، خو کله چې ووژل شو دولت یې هیڅ قدر ونه کړ. هغه یې ناڅاپي د یوعادي انسان په توګه زموږ د کور تر دروازې په راوړ، په جنازه کې هیڅ دولتي چارواکي ګډون ونه کړ او موږ یې په شخصي امکاناتو جنازه خاورو ته وسپارله. ''

له ګلاب خانه یو د خټو کور او دوه ماشومان پاتې دي، خو ښځه یې وايي چې کور هم د ګلاب خان د یوه ملګري دی او دوی په کې امانت اوسېږي.

ګلاب خان یوازېنی پولیس افسر نه دی چې مړی یې د عامو خلکو له خوا په ناڅاپي ډول کورنۍ ته سپارل کېږي، بلکې داسې کسان شته چې مړي یې په ورځو د جګړې په ډګر کې پاتې کېږي، جسدونه یې په ځنډ کورنیو ته سپارل کېږي او یا هم د کورنیو له خبرولو پرته خاورو ته سپارل کېږي.

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی دولت وايي چې په کلي کې یې درې پولیس د طالبانو له خوا ووژل شول، د کلي خلکو هغوی خاورو ته وسپارل، خو تر اوسه یې حکومت پوښتنه نه ده کړې.

د کونړ ولایت اوسېدونکي حاجي عتیق الله وايي چې تېر کال یې پلار جګړن عطاء الله چې دېرش کاله یې دولت ته خدمت کړی و، نامعلومو وسله والو کله چې له کوره وظیفې ته په لاره و، وتښتاوه، حکومت یې نه یوازې په را خلاصولو کې مرسته ونه کړه، بلکې د پلار د نادره که کېدو یې لا اونۍ نه وه وتلې چې پر ځای بل څوک مقرر شو.

په نورو هېوادونو کې د جګړې په ډګر کې د وژل شویو پوځیانو کورنیو ته د هغوی د جسدونو د لېږدولو لپاره روزل شوي کسان موجود دي او د د یوه معلوم پروسیجر له مخې یې جسدونه کورنیو ته سپارل کېږي.

ومو غوښتل د جګړې په ډګر کې د وژل شویو افغان سرتېرو کورنیو ته د هغوی د جسدونو د سپارلو پروسه له نږدې وګورو، خو د کورنیو اجازه را نه کړه.

د افغان سرتیرو ۴۰۰ بستریز روغتون ته راغلی یم، دلته هغه سرتېرې راوړل کېږي چې د جګړې په ډګر ټپي شوي یا وژل شوي وي.

دې روغتون ته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي راغلی او د جکړې په ډګر کې ټپي شویو سرتېرو ته وینه ور کوي.

نوموړي د جګړې له ډګره د ټپي شویو او ژول شویو سرتېرو د لېږدولو په اړه راته وویل: ''موږ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ دا همغږي شته چې له یو بل سره مرسته وکړو، لومړۍ دنده چې زموږ هوايي ځواکونه یې تر سره کوي د ټپي او مړو شویو سرتېرو لېږدول دي، د ټپي شویو سرتېرو لېږدونې ته لومړيتوب ور کوو او وروسته بیا نور اکمالات کوو.''

Image caption دغه کورنۍ کابل کې په یوه کرايي کور کې اوسېږي

موده وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم په دولت نیوکه کوله چې د جګړې له ځایه د ټپي شویو او وژل شویو سرتېرو په لېږدولو کې ناغېړي کوي او دا چاره به د افغان سرتېرو روحیه کمزورې کړې.