'د ولایتونو اوسېدونکي دې پاسپورټونه پخپلو ولایتونو کې واخلي'

Image caption افغانستان له تېرو دوو کلونو راهیسې خپلو اتباعو ته کمپیوټري پاسپورتونه ویشي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له خلکو غوښتي هغه کسان چې د ولايتونو دي او په کابل کې اوسېږي، د پاسپورت اخيستو لپاره دې خپل ولايت ته ورشي.

په پلازمېنه کې هره ورځ د ولايتونو شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د پاسپورت اخيستو په نيت په کابل کې د پاسپورت رياست ته ورځي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو له حج کوونکو، ناروغان لرونکو او په بهر ته له تلونکو محصلینو غوښتي، چې د پاسپورت اخیستو لپاره حج او اوقافو، عامې روغتیا او د لوړو زده کړو وزارتونو اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

په دې اعلامیه کې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پاسپورت ریاست د اړتیا وړ تشکیل او تجهیزات به د اړتیا له مخې ډېر کړي.

په وروستیو دوو میاشتو کې د کابل پاسپورت ریاست ته د پاسپورت اخیستونکو مراجعه بیخي ډېره شوې ده، چې هره ورځ نژدې زرګونو کسانو ددغې ادارې د ودانۍ مخې ته په لیکو کې ځای نیولی وي.

افغانستان له تېرو دوو کلونو راهیسې خپلو اتباعو ته کمپیوټري پاسپورتونه ویشي.

د نورو جزییاتو ترڅنګ د هغوی د سترګو تصویر او د لسو ګوتو نښې هم ثبتوي، چې له مخې یې ناشونې ده یو کس دوه پاسپورتونه واخلي.

ورته مطالب