طالبان: د کابل وروستیو بریدونو په تړاو زموږ کسان 'نه دي نیول شوي'

د انځور حقوق Getty
Image caption د کابل په وروستیو خونړیو بریدونو کې لسګونه پوځيان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو په کابل کې د ملي امنیت له خوا کابل کې د وروستیو بریدونو او نورو کېدونکو بریدونو په تور د شاوخوا ۳۰ تورنو کسانو د نیول کېدو خبر رد کړی. ملي امنیت ویلي وو، نیول شوي د حقاني شبکې او د طالبانو د پېښور شورا غړي دي.

وسله والو طالبانو په کابل کې ددغو کسانو د نیول کېدو خبره بې بنسټه بللې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې لیکلي: ''په موږ پورې اړوند هېڅ فرد، نه په کابل او نه هم په کوم بل ځای کې نیول شوی، د کابل اداره داسې ډرامې یا خو په جعلي ډول جوړوي او یا هم عام خلک نيسي او بیا نومونه پرې ږدي او رسنیوته يې ښيي.''

د تېرې دوشنبې په ورځ (اګست ۳۱مه) د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل، ۳۰ کسان یې کابل ښار کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو نیولي دي. دغه اداره وايي، نیول شوي کسان د حقاني شبکې او د طالبانو د پېښور شورا غړي دي.

ملي امنیت وايي، نیول شویو کسانو د شاه شهید، کابل هوايي ډګر، مکروریانو او پارلمان بریدونو کې لاس درلود.

د دغې ادارې له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، نیول شويو کسانو غوښتل د ولسمشرۍ پر دفتر،کابل کې د ملي امنیت پر مرزک، دفاع وزارت، د امریکا پر سفارت، د کابل پر امنیه قومندانۍ او د پارلمان پر ودانۍ هم بریدونه وکړي.

دغه اداره وايي، په پام کې وه، چې له ۱۳ ټنه چاودېدونکو یوه ډکه لارۍ د کابل په بریدونو کې وکاروي، خو لارۍ د افغانستان په سوېل ختیځ پکتیکا ولایت کې ونیوله شوه.

ملي امنیت د نیول شویو کسانو ۲۵ دقیقه ییزه وېډیو هم خپره کړې ده، چې نیول شویو ظاهراً پکې د بریدونو د سمبالولو خبره منلې ده.

دوی په وېډیو کې ظاهراً آرام ښکاري، خو څرګنده نه ده، چې دغه اعتراف په څه ډول اخیستل شوی دی.

د کابل په وروستیو خونړیو بریدونو کې لسګونه پوځيان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د کابل په ختیځ شاه شهید کې موټربم چاودنه تر ټولو لویه وه.

طالبانو د شاه شهید د برید پړه ونه منله او ویې ویل چې د برید په اړه د معلوماتو په راغونډولو بوخت دي.

کارپوهان وايي، طالبان معمولاً ددا ډول بریدونو پړه نه مني، چې ولسي خلکو ته پکې ډېر تلفات اوښتي وي.

ورته مطالب