"طالبانو درې تنه حکومت سره د همکارۍ په تور وژلي"

د انځور حقوق bbc

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایې، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي وسلوالو طالبانو درې تنه حکومت سره د همکارۍ په تور لومړی په ډزو سره وژلي او بیا یې زندۍ کړي دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند شاه محمود اشنا وایې، وژل شوي کسان د حکومت سره هېڅ ډول تړاو نه درلود او ټول ولسي وګړي دي.

ځاي خلک وایې چې وسلوالو دغه کسان د ګرشک ولسوالۍ د میر مندآب په سیمه کي د سه شنبې بازار، مېله کي وژلي دي.

بل خوا د هلمند په خانشین او نادعلي ولسوالیو کي په دوو جلا پېښو کي ۱۰ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هلمند د پولیسو ویاند وایې، د نادعلي د لوی مانده په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو د یوه هوایې برید په پایله کي ۷ وسلوال وژل شوي او یو موټر یې هم له منځه تللي .

که څه هم وسله والو په ګرشک ولسوالۍ کي د دریو کسانو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې په خپله وېپپاڼه کي لیکلي چي د نادعلي ولسوالۍ په هوایې برید کي وژل شوي ټول ولسي وګړي دي.

له تېرې څه مودې راهيسې د هلمند په ځينو سيمو کې د دولت اوسله والو مخالفينو تر منځ نښتې روانې دي، خو د تېرو څوکلونو په پرتله اوس هلته ارامي ده.